په لغمان ولايت کې څلور وسله وال وژل شوي
په لغمان ولايت کې څلور وسله وال وژل شوي
چارواکي وايي لغمان ولايت کې د نښتې له کبله څلور وسله وال او دوه سرتېري وژل شوي
د لغمان ولايت ځايي چارواکو د وسله والو مخالفانو او امنيتی ځواکونو تر منځ د جګړې خبر ورکړی دی.
د دې ولايت د والي وياند وايي په دغه جګړه کې څلور وسله وال د يوه مشهور قوماندان عبدالرشيد په ګډون وژل شوي دي.
د ده په وینا په دې پېښه کې شپږ وسله والو هم ټپيان شوي دي.
نښته د لغمان ولايت په الينګار ولسوالۍ کې پېښه شوې وه چې دوه افغان سرتېري هم په کې وژل شوي او يو ټپي دی.
مخالفو وسله والو تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
بل خوا د جوزجان ولايت په شبرغان کې د ماين چاودنه شوې ده.
د جوزجان ولايت د پوليسو مشر فقير محمد وايي دا ماين د سيمه ييزو پوليسو په موټر کې ځای پر ځای شوی و، چې هدف يې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان و.
په بريد کې د پوليسو مشر ته کوم زيان نه دی اوښتی خو په موټر کې سپور يو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
ويل کېږي دغه قوماندان د جوزجان ولايت په خماب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې جنګېږي.