په ترکیی کی د ګمرک ۱۱ تنه کارکوونکی تښتول شوی دی

د ترکیی پوځیانو خبر ورکړی، چی جګړه مارانو د دی هیواد د کمرکاتو د اداری ۱۱ تنه کارکوونکی او د هغوی موټر چلونکی تښتولی دی.

په دی هکله د خبر له مخی ویل کیږی، چی یاده پیښه ایران سره پولی ته نژدی رامنځ ته شوی ده.

د ترکیی د پوځیانو له خوا په خپور شوی خبر کی دغه پیښه د بیلتون غوښتونکی جګړه مارانو د لاس کار پایله یاده شوی، خو د « ریا نووستی » خبری آژانس د شین هووا په حواله وایی، چی دا د کردستان د کارګرانو د ګوند د جګړه مارانو د لاس کار دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *