د هلمند موسيی قلعه ولسوالۍ د طالبانو له گواښ سره مخ ده ددې ولسوالۍ ولسوال حالت کړکيچن ښودلی ويلي يي دي اوس مهال دوی د وسله والو طالبانو له لوري کلابند دي

د موسي قلعي ولسوال ويلي: وسله وال طالبانو پر دې ولسوالی د لوی برید لپاره د چمتوالی په حال کې دي. د موسی قلعې ولسوال وایي په دې ولسوالی کې ډير لږ سرتیري پاټې دي چې حتی د بیده کیدو او ډوډی خوړلو وخت هم نلری ده په دې ولسوالی کې حالت کړکیچن ښودلی ویلي یي دي دا سرتیري ډیره لږه وسله لري.

دوی زیاته کړې که چیرې دې ولسوالی ته په بیړې سره مرستندویه ځواکونه را ونه رسیږي نو دا ولسوالی به د وسله والو طالبانو لاس ته ورشي. د موسی قلعې چارواکیو او د ولایتي شورا غړیو هم ددې ولسوالی حالت خراب ښودلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *