افغان ولس د تاریخ په اوژدو کی ّپه خپلواکی مین ولس وه او د خپلواکی او استقلال په روحیی سره یی ژوند کری دی کله که هم دغه خپلواکی د حواکمنو له لوری تر پوشتنی لاندی راوستل شوی وه نو لامل یی دوی ته د حاکمانو سر تیتوالی وه خو بیا هم د خلکو په سر شیندنو سره تولو قومی او مذهبی دلو د دی هیواد خپلواکی ترلاسه کری ده.

د خپلواکی ورحی کال او کره نیتی پر سر اختلافات شتون لری خو که هرحه وی د افغانستان خپلواکی د ۱۲۹۸ د اسد یا زمری میاشتی ۲۸ نیته ده یو شمیر د ۱۹۱۹ د فبروری ۲۴ د پاد شاه غازی امان الله خان د واکمنی دویمه ورح د خپلواکی اصلی ورح بولی هغه ورح چی د افغانستان پادشاه په کابل کی د مرادخانی په دگر کی خلک راتول کرل او د بریتانوی هندی سفیر په شتون کی یی په رسمی توگه خپلواکی اعلان کره دغه نیته تقریبا د زمری یا اسد ۲۸ نیتی حخه شپژ میاشتی مخکی دی چی کوم اوس له دی نیتی حخه لمانحنه کیژی یو شمیر نور بیا ۱۹۲۱ کال د راولپندی معاهده د خپلواکی ورح بولی

دغه تاریخی اختلافونه د افغانستان په خپلواکی په شه او بدوالی کمه اغیزه نه لری د افغانستان خپلواکی دری حانگرینی لری لومری حانگرینه ، ملتیا همکاری او د وطن مینه وه چی د افغانستان تول خلک د پردیو یرغلگرو پر وراندی درلوده او پر وراندی یی وردریدل د خپلواکی جگری قوماندانان له دی سره چی د افغان او انگلیس په دریمه جگره کی دیره کمه جگره رامنحته شوه او د لومریو دوه جگرو په شان جگری نه دی ترسره شوی او د هیواد تول خلک د هر رنگه ،له هر قوم او له هر مذهبه گدون درلود کیدای شی د دی خپلواکی ترلاسه کولو قوماندانانو نومونه د حینو نفاق اچونکو لخوا د تاریخ له کرشو حخه لری شوی وی خو شواهد او د خلک تاریخ دا په داگه کوی چی د خپلواکی په جگره کی د افغانستان تولو قومونو خلک په یوالی او په یو غژ سره گدون کری وه او ولار وو او په گده سره بریالی توب ته ورسیدل

دغه مالیتا او همکاری دوه تکی دیره شه په داگه کوی لومری دا چی ملی غتی لاسته راونی ملی دی چی د افغانستان ملت په منح کی د ملی روحیه رامنحته کری ده او دغو لویو لاسته راورنو د افغانستان خلکو ترمنح یی د یوالی ، وروروالی ، او د گد ژوند کولو تگلاره یی رامنحته کری ده لکه چی د نورو خپلواکیو په لویو ملی جشتونونو کی چی د افغانستان ملت د جهاد بریا چی شوری پر وراندی یی ترلاسه کری ده کولای شی دیوالی پیاورتیا دستگاه اووسی

په دې یوالي کې دوهم مهم ټکی د خلکو ترمنځ یوالی دی او دا یوالی یواځي د دین په رڼا کې تر لاسه شوی دی. قومي او مذهبي ادعاوو هیڅ کله ونشو کولای د افغانانو ترمنځ د واټن د رامنځ ته کیدو لامل وګرځي. حتی ناسیونالیزم او ملي پالو هم په دریشمه او څلویښتمو لسیزو کې ونشو کولای ټول په یوه لیکه کې ودروي خو دا دیني مسایل کې چې ټول افغان په لیکه کې دروي افغانان د جهاد او دیني ارزښتونو له مخې سره یولاس شول او یواځې همدا دیني ارزښتونه وو چې تول اقوام یي سره را ټول کړل او له یوه بل سره یي یوځای کړي دي.

دا همکاري او یوالی یواځې د دیني ارزښتونو او د ین په رڼا کې شونی وو او که چیرې دې برخې ته په ایدیولوژیکې ډول ونه ګورو دین هم چې د مسلمانانو ترمنځ دیوالی له اصلي لاملونه څخه شمیرل کیږي کولای شي د مرستی د پیاوړې مټ په ډول وګرځي. او که چیرې د تولنې پیژندنې له مخې دین ته وګورو دین د افغانانو لپاره ارزښتناکه او تر ټولو لومړی ارزښت دی او کولای شي د هویت په پیژندنه او موخې ته په رسیدو کې مرسته وکړي.

د افغانستان د خلکو د مبارزو تاریخ دا په ډاګه کړې چې اسلام چې د افغانانو د کلتور یوه ډیره مهمه برخه جوړوي کولای شي چې د هیوادوالو په بشپړ کلتور بدل شي او د دریمې نړۍ خلک هم په دې ښه پوهیږي او دا د افغانانو یو سنتی او ارزښتناکه کلتور او دود بولي.

د افغان او انګلیس ترمنڅ دریمه جګړه چې پکې افغانان بریالی شول او حاکمان هم د بریا په تړاو ډاډ من وو. افغانانو له انګلیس سره په لومړی جګړه کې چې په کال اتلس سوه څلویښتم کې رامنځ ته شوه خپل دنده تر سره کړه. په افغانستان کې د انګلیس پوځ خاورې او تری تم شو او دوی یوې درنې هوکړې لاسلیک ته غاړه کیښوده چې کیدای شي دا هوکړه د بریتانیا لپاره په هغه وخت کې چې په قلمرو کې یي لمر نه ډوبیده ډیره سخته وه. دا هغه هوکړه وه چې په کابل بامیانو کندهار غزنی تل پیوار او بالا حصار کې د مجاهدینو د وینو په تویدو سره تر لاسه شوې وه. له مکناټن سره د وزیر محمد اکبر خان هوکړه د انګلیسانو لپاره شرمناکه درنه او دوی ته د نه منلو هوکړه وه چې د افغانانو د سر لوړی او بریا ښکارندويي یې کوله.

دا هوکړه له ټول واک او ځواک سره د تښتیدلو مشرانو د هوس ښکار شوه له دې سره چې په ریښتینې توګه افغانانو خپلواکي تر لاسه کړې وه حتی محمد اکبر خان چې د خپلواکی د ډګر مجاهد وو د خپل پلار دوست محمد خان په غوښتنې سره له ډګره لرې کړل شو او امیر دوست محمد خان د انګریزانو په ملاتړ سره کابل ته راغی او د مجاهدینو تولې هڅې او موخې له خاورو سره خاورې شوې.

د افغانستان بادشاه په دریمه جگره کی خپلواکی ته ژومن وه او مشری یی تری وکره نو حکه یی خپلواکی ترلاسه کره او دلته دا هم پام کی و نیول شی چی دپه دریمه جگره کی نریوالی فضا هم بدلون کری وه چی د بلشویکانو حکومت په ۱۹۱۷ کی یعنی دوه کاله د افغانستان خپلواکی حخه وراندی په روسیه کی رامنحته شوی رامنحته شوی وه د نریوال نوی نظام جورشت چی د دعوا او د جعرافیایی ویشولو په تناسبه د روس او نگلیس حکومت وه حالت یی یو بل خوا ته روان کری وه .

لومری نریواله جگری هم په سیمه کی د انگلیس په قدرت باندی تاثیر غورحولی وه او د بریتانیا امپراتوری پیل شوی وه د دغو تولو سربیره بریتانیا نه غوشتل چی افغانستان خپلواکه اووسی حکه چی دغه خپلواکی کولای شوو د خپلواکی ترلاسه کولو لپاره نور هیوادونه هم مستعمره کری د افغانستان خپلواکی غوشتنی حخه پیل او په ۴۰ لسیزیزه کی د سازمان ملل په کرنو سره بشپر شو

خپلواکی د افغانستان حکومت او حتی د پادشاه امان الله خان هویت یی غزت ورکر او دغه غزت د نن په تغبیر سره په نریوال نظام کی باور یوازی د دینی او د جهاد ارزشتونو لاسته راوری دی د اسلام په نری کی غازی امان الله خان یو غازی په توگه یادیده او نفوس او اعتبارپه خپل حای پاتی شی له انگلیسانو سره د مسلمان ملت په منح کی مبارزه دومره زیاته شوی وه چی د عثمانی له خلافت وروسته په ۱۹۲۱ او ۱۹۲۴ کالونو په منح کی غازی امان الله خان د تولو مسلمانانو هیوادونو لپاره د اصلی خلافت اصلی نوماند وه هند له هغه حخه د مرستی غوشتنه وکره او هغه یی خپل خلیفه باله

خو شاه امان الله خان دغه تکی ته متوجی نه وه چی په دیره بیره سره د دین ستیزی کرشی په ترکیه د اتاترک او په ایران کی رضا خان چی د ارزشتونو پر وراندی ودریده چی په خپله هغه ته یی اعتبار ورکری وه نن د ۹۶ کالونو په تیریدو سره تقریبا تول موژ پوهیژو چی د مکتب لید لوری ته د کرنو ته پرمختگ ورکول پرته د چون چرا او خیتج لار پرمخ نیول د دریمی نری لپاره نه یوازی په گته نه دی بلکه دیر کرکچونه رامنحته کوی

غازی امان الله خان په امرانه پرمختگ سره چی د له پورته حخه یی شکته شورع کری وه یوازی په ظاهری توگه د جامو په بدولون سره یی په داسی حال کی خپل کری وه چی له لویدیج حخ هیی الهام اخیستی وه او د دی الهام له مخی د تر پادشاهی ورسید

د افغانستان جهاد او خپلواکی چی لاسته راغلی وه په نری کی یی دومره نوم پیدا کری وه چی د سیمه په کجه یی د افغانستان ملی قدرت میزان یی دیر پیاوری کری وه افغانستان په هغه وخت کی یوازی د سیمی هیواد وه چی خلکو یی د خپلو ارزشتونو حخه د دفاع کولو سره خپل پادشاه سره مینه پیدا کری وه او له هغه حخه یی ملاتر کاوه خو پادشاه چی د تولنی پیژندنه یی کمزوری وه او پوی نه شو چی دغه ملاتر له حان خپل سنتی او دینی ارزشتونه لری پادشا په دی هم پوی نشو چی له لویدیجو په شان حان جورلو د پرمختگ په مانا نه دی او د پرمختگ نوسخه په هر هیواد کی د هماغه کلتور او سنتونه پر بسنت ولار وی

د هغه هیوادونو خپلواکی او ملي حاکمیت تر ډيره ټیټ وي چې په نورو هیوادونو پورې تړلي وي او ددوی اغیزتیا په نړیواله کچه د ځواکمنو هیوادونو په پرتله ډیره وي له دې مخې اوسنی افغانستان تر ټولو د خپلواکی په ټیټ پوړ کې دی. ځکه اوس مهال د تړلتیا ډیره لویه برخه ور په برخه ده. دا تړلتیا یواځې د افتصاد او د امنیت په برخه کې نه ده بلکې یوه برخه یې په کمکاری او په لږ درک تړلې دهچې ملي ځواک او د ملي یوالي حکومت دد مشرانو د ارزښتناکو هدفونو کمښت ښیي.

د ملي یوالي حکومت مشرانو حتی د ټاکنو په برخه کې هم چې د ولسی لویه او ملي برنامه وه ونشو کولای په ښه توګه یي مدیریت کړي او برخلیک یي هم پردیو دیپوماتانو ټاکلی دی. که چیرې خپلواکی ته د سیاسي مشروعیت د بیلګې په ډول یاد کړو چې د خپلواکی او ملي حاکمیت له تعرفونو څخه شمیرل کیږي اوسني افغانستان د دیموکراتیک نظام د اساسي قانون درلودونکی او د وینا خپلواکی څخه برخمن هیواد دی خو د ښاغلي غني او عبدالله په مشری د ملي یوالي په حکومت کې د ټاکنو اړوند کمیسیونونه مشروعیت نلري.

ځکه دا نظام د ټاکنو له زړه نه دی راوتلی او د ملي حاکمیت مفهووم د سیاسي مشروعیت په ډول تر پوښتنې لاندې راغی. د افغانستان په عوض او د غازي امان الله خان د حکومت په لومړی کې دې حکومت په داسې حال کې تر ډيره مشروعیت درلود چې نه ټاکنې وي نه هم د وینا خپلواکي. ددې مشروعیت ضامن دیني او جهادي ارزښتونه وو.

که چیرې خپلواکی د خپلواکه هیوادونو ترمنځ د برابري په مانا هم وګڼو د ملي یوالي حکومت په دې برخهه کې هم د خپلواکی له ټیټې کچې څخه برخمن دی ځکه د ناټو غړیو هیوادونو او امریکا چلند او حتی د پاکستان چلند له افغانستان سره ددې ښکارندویي کوي چې د خپلواکه هیوادوو برابرښت د خپلواکی په برخه کې له افغانستان سره یوشانته نه دی.

د افغانستان تیر تاریخ دډې ښکارندویي کوي چې د نظام د مشروعیت ادعا په خپل لاس کې نشته. له دې پرته چې یواځې ووایو چې دموکراتیک نظام یواځې په ټاکنو پورې تړلی دی. د افغانستان تیر تاریخ په ښه توګه ددې ښکارندویي کوي چې خلک د هغه حکومتونو څخه چې واک یي د دیني او اسلامي ارزښتونو له مخې تر لاسه کړی تر ډیره یي ملاتړ کړی دی. دا موضع د افغان او انګلیس په دریو جګړو او د شوروي د یرغل پر مهال په ښه توګه روښانه شوه چې د افغانستان د سیاسي نظام مشروعیت په لوړه کچه کې وو او هغه مشروعیت چې د جهادي ارزښتونو له مخې تر لاسه شوی وو د اوسني نظام په پرتله یي مشروعیت ډير لوړ وو.

هغه څه چې وویل شول دې نتیجې ته رسیدی شو چې د دموکراتیک نظام تحکیم او ټاکنیز مداره د مشروعتیي ارزښتونو له مېخ د حکومتونو ښکلا تضمینوي. د افغاسنتان تاریخ دا په ډاګه کړې چې له ارزښتونو څخه دفاع د خلکو او حکومتونو لپاره د غزت ور او د اعتبار رامنځ ته کونکې وي که چیرې حکومت وکولای شي د ټولنې له ارزښتونو څخه په ښه توګه دفاع وکړي د ټاکنو او دیموکراسی بنسټونو ته په کتو سره د ډير ځواک څخه به برخمن شي. د دموکراتیک اړخونه کولای شي د اسلامي ارزښتونو او ملي یوالي لپاره په ښه توګه لاره هواره کړي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *