د هند لومړي وزير نارندرا مودي دترهگری پر وړاندې د نړيوالي مبارزي غوښتنه کړې ده ده له عربي متحده اماراتو څخه د ليدني پر مهال ويلي ترهگري او طالبان ښه او بد نلري

ده له دې پرته چي د پاکستان نوم واخلي ويلي ځيني هيوادونه بايد د ترهگری پر وړاندې خپل دريځ روښانه کړی مودي افغانستان د هند پخواني ملگري هيواد وښود او له کابل سره يي د اړيکو په هکله ډاډ ورکړی دی

د هند لومړي وزیر نارندرا مودي په دوبي کې خپلو زرګونو هیوادوالو ته وویل: له ټولو ترهګریزو ډلو سره باید یو شانته چلند وشي. ده د نړي له ټولو هیوادونو وغوښتل ترڅو د ترهګرۍ پروړاندې یو لاس شي او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې ونډه واخلي. ده له دې پرته چې د کوم هیواد نوم واخلي وویل: په طالبانو کې ښه او بد او همدارنګه په ترهګرو کې ښه او بد شتون نلري او دا سیاست د منلو وړ نه دی او باید هیوادونه دا په ډاګه کړي چې د ترهګرو ملاتړي دي او که ددوی پر ضد. ده ویلي هغه هیواد چې دده منظور دی پیام یې تر لاسه کړی دی.

په عربي متحده اماراتو کې نارندرا موتي افغانستان د هند پخوانی ملګری هیواد ښودلی ویلي یې دي، افغانستان له ډیرو سختو شرایطو تیریږي او هند له څه مودې راهیسې په ریښتیني توګه هڅه کوي ترڅو له افغانستان سره مرسته وکړي. مودي ویلي د افغانانو کیسې له ماشوم توبه په یاد لرم او کله چې ددوی په هکله خبرې کیږي له دوی سره د ملګرتیا او دوستی احساس کوي. ده هیله مندي څرګنده کړې چې افغانستان یوه ورځ په خپلو پښو ودریږي.

ناندرا مودي زیاته کړې، له بنګله دیش څخه تر افغانستان ټول آسیایي هیوادونه د هند ملګري دي او هر څوک چې دا ملګرتیا نغواړي کولای شي خپله لاره بیله کړي. عربي اماراتو ته د هند لومړي وزیر په درې ورځيني سفر کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي امنیتي کلتوري او نورو برخو د اړیکو په هکله ددې هیواد له چارواکیو سره خبرې کړې. په تیرو لسو لسیزو کې دا لومړي ځل دی چې د هند لومړی وزیر له عربي متحده اماراتو لیدنه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *