په هرات کې د غازو له امله په اور لګیدنه کې د یوې کورنۍ 10 غړي مړه شوي دي
په هرات کې د غازو له امله په اور لګیدنه کې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي مړه شوي دي
په هرات ولايت کي د يوي کورنۍ لسو غړيو په يوه اورلگيدنه کي خپل ژوند له لاسه ورکړ پیښه تيره ورځ له غرمي وروسته د چهارسونک په سيمه کي رامنځ ته شوې ده
د هرات امنيې قومندان ویلي: اورلګیدنه په کورکې د غازو له وتلو وروسته رامنځ ته شوې او د یوې کورنۍ لس غړي پکې سوځیدلې او مړه شوي دي.
ددې ولایت د روغتون مسولینو ویلي، ددې کسانو مړي نن سهار په دریو بجو روغتون ته را لیږدول شوي دي. د هرات ولایت د روغتون ویاند او اداري مدیر محمد رفیق شیرزي ویلي: په دې کسانو کې څلور میرمنې او درې ماشومان شتون لري. ټولنیز کارپوهان وایي: د خلکو د پوهاوي کچې ټیټښت او د کورنیو له لوري بیغوري ددې ډول پیښو د رامنځ ته کیدو لامل ګرځي.