په سرپل ولايت کي پلار او يوه لور د غلا په تور په صحرايي محکمه کي محاکمه شول دا دوه کسان د فال بين د حکم له مخي تورن پيژندل شوي او د تولو پر وراندي سزا ورکول شوي زمونز خبريال له پيشي زره بوگنونکي ريپوت را استولي چي ستاسو پام ورته راگرخوم

ددې ولایت په ډیریو سیمو کې قانون حاکمیت نلري خلک د غله د نیولو لپاره له خرافاتي لارو کار اخلي د بلخاب توغي سیمو کې د مال څښتن د غله مالومولو لپاره فالبین ته ورځي او ده هم یو پلار او لور د غلا په تور تورن پیژندلي دي او خلکو دا دوه کسان په یوه ډاګیزه محکمه کې محاکمه کړي دي.

د سرپل ولایت د ښځو چارو ریسې نسیمې آروزو زمونږ خبریال ته ویلي وو هغه کس چې مال یي ورک شوی فالبین ته ورغلی او فالبین هم د رضا په نامه یو کس او دده لور چې دوه ویشت کلنه ده د غلا په تور تورنوي او خلک هم دې دوه کسانو ته سخته سزا ورکوي.

د سرپر ولایت د ښځو چارو ریسې ویلي نجلی له مجازاتو وروسته تر دریو ورځو د بیهوښی په حال کې وه

د هیواد په بیلا بیلو برخو کې صحرایي محکمې د هیواد له لویو ستونزو څخه شمیرل کیږي دا په هغه سیمو کې تر سره کیږي کوم چې قانون پکې شتون نلري خو داچې له دې ډول کړنو سره به څه ډول چلند کیږي هغه پوښتنه ده چې په راتلونکې کې به یې ځواب روښانه شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *