د چين هيواد په افغانستان کي د سولي په تينگښت کي د رول لوبولو لپاره بشپر چمتوالي ښودلی دی

دوي ويلي د افغانانو په مشری د سولي له بهير څخه ملاتړ کوي

په دې وروستیو کلونو کې چین هیواد د افغانستان د پخلاینې په برخه کې مهم رول خپل کړی او ویل کیږي چې په تیرو وختونو کې یو شمیر طالب مشرانو په دې هیواد کې له افغان پلاوي سره لیدلي دي.

له دې مخې د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي: په دې وروستیو او په کابل کې له ترهګریزو بریدونو رووسته داسې ویل شوي چې چین د افغان سولې له بهیر څخه په شا شوی دی داسې نه ده بلکې چین اوس هم د افغان سولې له بهیر څخه په کلکه ملاتړ کوي.

له بلې خوا چین له پاکستان سره ښې اړیکې لري او که چیرې له زړه وغواړي پاکستان د افغان سولې بهیرته هڅولی شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي: دوی هیله مند دي چې په افغانستان کې د پخلاینې لړۍ دوام ولري او په جګړه کې ښکلې خواوې له دې بهیر څخه ونه وځي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *