په سوريه کي د القاعدي ځانګې النصري ډلې په شمالي سميو کي له خپلو مورچلو له شاتگه خبر ورکړی دی. ددي ډلې اعلان په داسي حال کي دي چي له داعش سره هم په جگړه بوخته ده. امريکا او ترکې له سوريي سره گډې پولي ته نږدي د يوي غير پوځي سيمي د رامنځ ته کولو پريکړه کړې ده

په سوریه کې د النصري جبهې ویلي چې د حلب شمالي ښآر یو شمیر سیمې نورو وسله والو ډلو ته پریږدي او له دې مخې خپل سرتیري له دې سیمو په شا کوي ځکه چې دوی نشي کولای له ترکیې سره د غیر پوځي سیمې په رامنځ ته کولو کې هوکړه وکړي. د النصري جبهه اوس مهال له داعش سره په نښته بوخته ده او په دې وروستیو کې داعش وسله والې ډلې له خپلې سیالې دلې څخه یو شمیر سیمي هم نیولې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *