امریکا او ترکیې پریکړه کړې چې د ترکیې او سوریې ګډې پولې ته نږدې به یوه غیر پوځي سیمه رامنځ ته کوي
امریکا او ترکیې پریکړه کړې چې د ترکیې او سوریې ګډې پولې ته نږدې به یوه غیر پوځي سیمه رامنځ ته کوي او په دې سیمه کې باید هیڅ یوه وسله والو ډله شتون ونلري. تیره ورځ امریکا یو شمیر جنګي الوتکي او درې سوه پوځیان د انجرلیک هوایي ډګر ته ولیږدول. امریکا ویلي له دې هوایي ډګره به د داعش وسله والې ډلې پر وړاندې کار واخستل شي. د سوریې ډیری شمالي سیمو د کردانو په واک کې دي او په دې وروستیو کې د ترکیې پر دولت تور پورې کړی چې پر دوی د بریدونو په تر سره کولوسره له داعش سره مرسته کوي.