ایران ولې په تهران کې داهل سنت جوماتونه ویجاړ کړل؟

په دې وروستیو کې په بیلا بیلو سرچینو کې په تهران کې د ښاروالی له لوري د اهل سنت د یوه جومات ړنګولو په هکله ریپوټونه خپاره شوي چې پر وړواندې یې یو شمیر شخصیتونواو دیني عالمانو غبرګون ښودلی دی، په داسې حال کې دی چې دا کړنه له قانونه د سرغړونې له مخې او د قانوني جواز پرته تر سره شوې ده.

په همدي هکله دایراني مسایلو کار پوه محمدموسوي په ایران او تهران کې د اهل سنت جوماتونو ته په نغوتې سره ویلي: په هغه خبر کې چې خپورشوی وو ویل شوي چې اهل سنت په تهران کې همدا یو جومات درلود خو ریښتینولي دا نه ده بلکې د ایران پّ پلازمینه کې د سنیانو له دولسو ډير جوماتونه شتون لري هره ورځ پکې دجماعت لمونځ او د جمعې په ورځ د جمعې لمونځ کیږي. له دې سره دایران په بیلا بیلو برخو کې پّ ایران کې له دولسو زرو ډير جوماتونه شتون لري.

دې ایراني چارواکي ویلي: داجومات د ښآروالی له لوري ځکه وران شوی چې دا جومات په غیر پلانېسیمه کې جوړ شوی وو او ایراني چارواکیو په نورو جوماتونو هیڅ غرض نه دی کړی او پکې دیني فعالیتونه دوام لري.

د محمد موسوي په وینا: دغه سیمې دملکیت سند درلود او باید په ډې سیمه کې د اوسیدنې پرته نور فعالیتونه تر سره شوي نه وی او ښآر وال تیرکال هم په دې هکله خبرورکړی وو او اهل سنت په نورو سیمو کې جوماتونه لري او له کومې اندیښنې پرته پکې خپل عبادتونه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *