دعراق حکومت د فساد پر وړاندې مبارزه پیل کړه

د عراق حکومت د فساد پر وړاندې لوی پلانونه له ننه پيل کړل په دي پلان کي د ولسمشر او لومړي وزير د مرستيالانو دفترونه له منځه وړل هم شتون لري. دا په داسي حال کي ده چي په دي وروستيو کي په عراق کي د فساد پر وړاندې له څو ورځو راهيسي لاريونونه روان دي

د عراق لومړي وزیر حیدر عبادي د ولسمشر او لومری وزیر د مرستیالانو د لغوه کولو حکم کړی، ویلي یې دي، چې باید له دې وروسته لوړ پوړي دولتي چارواکي د قومیت او ګوندي برخې له مخې ونه ټاکل شي. ولسمشر او لومړی وزیر هر یو له دریو پرګنو قومي او مذهبې ډلو څخه درې درې مرستیالان لري او له دې وروسته به لوړ پوړي دولتي چارواکي د یوې کمیټې له لوري ټاکل کیږي. د عراق لومړي وزیر دا حکم په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې د فساد پر وړاندې له څو ورځو راهیسې لاریونونه روان دي. دوه ورځې مخکې د عراق مرجعیت استازي له لومړي وزیر څخه غوښتي وو ترڅو د فساد پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او په حکومت کې سمون رامنځ ته کړي.

احمد الصفي: ” مونږ د لومړي وزیر څخه چې د هیواد لوړ پوړی چارواکی دی تمه لرو، څرنګه یې چې ژمنه کړې وه د خلکو غوښتنې ته درنښت وکړي. دی باید خپل د سمون او جرت او شجاعت پلی کړي.”

اعتراض کونکی: “د میسان په سیمه کې لاریون کونکي درې غوښتنې لري، چې یواځې په دې سیمې پورې تړلې نه دي بلکې د ټولو لپاره اړینې دي. لومړی باید په اوسنیو حالاتو کې د برښنا حالت ښه شي.مالي او اداري فساد چې د ستونزو له اصلي لاملونو څخه شمیرل کیږي له منځه یوړل شي او دریم دا چې وړ او تکنو کرات خلک باید حکومت اداره کړي”

د لومړي وزیر له لوري ځینې سمونونه له پارلمانه د رایې تر لاسه کولو او په اساسي قانون کې بدلون ته اړتیا لري. له دې سره لومړی وزیر به په دې برخه کې د سیاسي ګوندونو له سختو اختلافاتو سره مخ شي. دا په داسې حال کې ده چې د عراق حکومت له داعش سره هم په جګړه بوخت دی او ددې هیواد یو شمیر سیمې له یوه کال راهیسې ددې ډلې په لاس کې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *