د سوريي ستونزي د هواري لپاره يو شمير سيمه ايزو او د نري هيوادونو هخي پيل کري دي يو شمير نريوالو رسنيو په دي هکله د ايران د سوله ايزي طرحي له عربستان سره په دي هکله د روسيي له اريکو او د يو شمير نورو هيوادونو له هخو خبر ورکري دي

د نړیوالو رسنیو په دې ریپوټونو کې راغلي، چې ایران په سوریه کې د سولې د ټینګښت لپاره یو پلان رامنځ ته کړی. په دې پلان کې له اوربند، د ملي یوالي جوړښت، پر اساسي قانون بیا کتنه او ملګرو ملتونو تر څار لاندې د ټولټاکنو تر سره کیدلو یادونه شوې ده. د ایران بهرنیو چارو وزارت هم مخکې له دې ددې ډول یوه پلان له رامنځ ته کولو خبر ورکړی ویلي یې وو چې دا پلان به د ملګرو ملتونو لوی منشي ته وسپاري.

دوی ویلي له دې پلانه یي سوریي چارواکي خبر کړې او دوی له دې پلانه هرکلی کړی دی. پّ دمشق کې چارواکي ویلي چې دا وړاندیز به ټول پوښتنې ته هم وړاندې کړي. ایراني سرچینو ویلي دا پلان یې له ترکیې او قطر له چارواکیو سره له خبرو وروسته چې د سوریې له وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي او د ملګر ملتون له استازو سره له مشورې وروسته را منځ ته کړی دی. د سوریې بهرنیو چارو وزیر ولید معلم چی تیره اونی یی ایران ته سفر کری وو له دی وروسته عمان ته لار او ددی هیواد له چارواکیو سره یی لیدلي دي.

د سوریې الاخبار ورځپاڼه کې لیکل شوي، په دې وروستیو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په منځګړیتوب د سوریې استخباراتو ریس او د عربستان ولیعهد تر منځ لیدنه تر سره شوې او دواړو خواوو هوکړې چې لیدنو ته به دوام ورکوي.

نړیوالو رسنیو دې لیدونو او هخو ته په نغوتې سره ویلي: امریکا د سوریې له دولت څخه غوښتي ترڅو په خپله خاوره کې د داعش پر وړاندې بریدونه پیل کړي چې دا غوښتنه په خپله د واشنګټن او دمشق تر منځ د اړیکو ښه والي په لور یو ګام شمیرل کیږي. دې آژانس لیلکي دا ټول پرمختګونه له ایران سره د اټومي پلان په هکله د پنځه جمع یو هیوادونو له هوکړې وروسته تر لاسه شوي او داسې هیله مندی یې رامڼځ ته کړې چې دا هڅې وکولای شي پّ سوریه کې د ریښتینې ستونزې د هواری په برخه کې ګټورې پایلې ولري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *