دیهودي سیاسي سنت په لومړی درجه کې د ریښتین پالنې مبتني دی.

اسرایلي رژیم پ دې ښونځي کې په دریو اصلونو تیکه کړې او خپل کړي یې دي.

د خپلو ګاونډیوهیوادونو په منځ کې پر پاتې کیدو، دقدرت ترلاسه کول او د اتحادونو جوړښت، د اسرایلو بهرنی سیاست له تاریخي پیښو سره جرړې لري.

د منځني ختیځ خبري آژآنس د ریپوټ له مخې له دې سنتونو څخه یو هم «دکترین پیرامونی» دی چې د په نولس سوه پنڅوسم کال کې د ګوریون له لوري وړاندې شول. پیراموني دوکتورینو ته په داسې کړۍ کې ځای ورکړل شوی وو چې له عربي غیر مسلمانو هیوادونو سره د اړیکو پراخوالی یې بنسټ وو.

ترکیه او ایران له انقلابونو مخکې دې موخې دوه اصلي هدفونه وو. روزګار بدلون کړی دی. د اسرایلو په آند انقره په ښه حالت او د یوه غیر ملګري هیواد په توګه شمیرل کیږي او تهران یو نامبارکه ګواښ دی.

له دې سربیره د داعش رامنځ ته کیدل او د اسلام پاله احساساتو په سیمه کې د اسرایلو شتون له نور ګواښ سره مخ کړی دی. اوس پیراموني دوکتورین چې یو وخت ویل کیدل چې څنډې ته کړل شوي یوځل بیا ترې کار اخستل پیل شوي دي. خو دا ځل موخه یې سیمه ایزه ده چې منځنی ختیځ یې له ټکانونو په امن کې پاتې نه دی او تر اوسه یې شمالي برخې د ژیوپلیتیک اهرم څخه برخمن دی: د قفقاز سیمه.

په قفقاز کې د اسرایلو مداخله پ دوه زره لسیزه کې هغه مهال پیل شوه کله چې د قفقاز او مرکزي آسیا لپاره ځانګړې پلانونه رامنځ ته شول. د اسرایلو رژیم په دوه مهمو پړاونو کې چې لند هم وو د خپلو ډیرو ګټه په لټه کې شو. لومړی پړاو په دوه زره اتم کال کې پر ګرجستان په تمرکز سره رامنځ ته شو. اسرایلو د ګرجستان له پوځ سره روزنې په برخه کې مرستې ته چمتوالی وښوداو خصوصي دفاعې څانګې ته یې اجازه ورکړه ترڅو د ګرجستان سیمه په بې پیلوته الوتکو او پر مختللو وسلو سنبال کړي.

په دوه زره اتم کال کې پ سویلي اوستیا کې له جګړې وروسته په ګرجستان کې خپل ظاهري شتون لږ کړ او په دې سره یي له مسکو سره د دښمنی کچه ټیټه کړه. په دې کمښټ سره په آذربایجان کې د اسرایلو شتون پراخ شو

په قفقاز کې د اسرایلو د مداخلې دوهم پړاو سره د دواړو خواوو ترمنځ د سودداګری کچه څلور میلیارده ډالرو ته ورسیده او اسرایلو له دې سربیره جې د آذربایجان د نفتو په پیرودلو سره لاس پورې کړ او د یوې لسیزې لپاره یې د خضر سمندر له ځندې د یو میلیارده متر مکعبه غازو واردول پام کې ونیول. له دې هم مهم دا د چې د اسرایلو پخوانی ولسمشر شیمون پرز ویلي وو: «د آذربایجان جمهوریت په منځني ختیځ کې د ایران د مخنیوي لپاره یوه لویه او ښه کلي ده.»

د تهران او باکو ترمنځ پّ دریو برخو شکایتونه درلودل چې د حزر سمندر حقوقي اړخ، دغرني قره باغ مسله، ارمني مو        ضع د آذریانو په زعم دایران محور له ایران سره د آذربایجان مجعوله، پّ ایران کې د شلو میلیونو آذربایجانیانو شتون او بلاخره مذهبي مسایل.

باکو ایران په دې هیواد کې د رادیکال احساساتو په خوښت او د ډیریو سکولارانو چې ډيری وګړي یې شیعهدي تورنوي. دې شرایطو ته په کتو سره اسرایلو دآذربایجان جمهوریت لپاره داسلامي جمهوریت لپآره محور ټاکلی دی. له یو شمیر محدودیتونو سره لکه: د ترکیې لامل، یهود ستیزي او له فسلطین سره د آذربایجان اړیکې، له آذربایجان سره د یوالي په جوړښت سره له ایران سره مقابله په بشپړه توګه داسرایلو په تګلاره کې تعبیه شوې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *