د و سله والو طالبانو د مشر ملامحمد عمر چې په هکله یي بیلا بیل دوله څرګندونه کېدې تیره اونۍ یې د مړینې د خپر پخلی وشو. افغان حکومت وروستۍ سرچینه وه چې دده د مړینې د خپر پخلی یې وکړ. په داسې حال کې چې ملا محمد عمر دوه کاله او څو میاشتې وړاندې له دې نړیه سترګې پټې کړې وې. له دې سره داسې خبرونه خپاره شوي چې ملا محمد عمر آخند د پآکستان په یوه روغتون کې د ناروغۍ له امله مړ شوی دی. داسې ریپوټونه هم شتون لري چې د طالبانو مشر د مولوی اختر محمد منصور له لوري وژل شوی دی. ملا منصور د ملا عمر مرستیال او د طالبانو د مالي سرچینې مسول وو دا هغه خبر ده چې د طالبانو یوې ځانګې محاذ فدایي ډلې له لوري ورکړل شوی دی.

په هر صورت ملامحمد عمر آخند نور ژوندی نه دی او په دې لڼده وخت کې باید په دې پوه شو چې ملا محمد عمر څوک و؟ څه یي وکړل او دده ډله چې ټاکل شوې یو ګام پورته کړي هغه به څه وي؟

ملا محمد عمر د مولوی محمد نبي زوی په دیارلس سوه نهه دیرشم کال کې د کندهار په خاکریز ولسووالی کې سترګې نړۍ ته پرانستلې. دی په توموزي   چې د هوتکیانو له پرګنې سره تړاو لري اړوند وو. دده د ژوندانه په هکله ډیر مالومات ورکړل شوي   د طالبانو له لوري دا ورکړل شوي مالومات څیړونکي نشي منلۍ.

دوی د افغانستان په جهاد کې ګډون کړی وواو طالبانو ویلي: ملا عمر له نولس سوه دوه نویم کاله تر یو اویایمه وسله پر ځمکه ایښې وه او د کندهار ولایت په میوند ولسووالی کې یي دیني مدرسه پرانستلې وه. دوی دوه کاله وروسته د طالبانو مشري تر لاسه کړه د امیرالمومنین ویاړ یي خپل کړ او له هغه وروسته چې د بامیانو د بودا مجسمه یي ړنګه کړه دده پلویانو دی د بت شکن امیر المومنین او مجاهد په نامه یادوو. ددوی د اماراتو پر مهال ډیر لږ کسان دده له لیدنې برخمن کیدل. دده پیام چې د کابل رادیو څخه چې د شرعیت غږ نومول شوې وه د امیر المومنین د پیام په نامه خپریدو. دوی حکومت د کندهار شورا او د یوه ریس په مشری د وزیرانو غونډې پر مخ بیوه.

د طالبانو ظهورد ډیری رازونه له ځان سره درلودل. د نویمې لسیزې په پیل کې د افغانستان ښارونه د وژنو ویجاړیو او ورانیو شاهدان وو. ناامني د اخلاقو کړکیچ د جهاد او مجاهدینو څیره اړولې وه او ددې ډلو څخه یوه نوې ډله راڅرګنده شوه.

د پآکستان د عالمانو جمعیت مدرسې یو شمیر طالبان په کندهار کې سره را ټول شول او د طالبانو په نامه یوه ډله یي رامنځ ته کړه، دا ډیری هغه کسان وو چې د جهاد پر مهال د مجاهدینو سره په لیکو کې جنګیدل. د پآکستان د علمای جمعیت مدرسو طالبانو چې مشري یې مولانا فضل الرحمن کوله چې د سرتیرو د جذبولومرکز وو. دی او سمیع الحق وروسته بیا د طالبانو لپاره د جنګیالیو د ګمارنی مسولین شول.

ساده مجاهد ملا محمد عمر چې د ورځې په تیریدو سره به یي سرتیرو د جګړې نظام ته بدلون ورکولو دی یي دهوتکي پرګنې اړوند غړی ور وپیژانده. د طالبانو لومړی هسته دده په لور روانه شوه او پر نظام یي د اماراتو نوم کیښود. دا د عثماني خلافت وروسته کارول شوې کلمه وه   هغه کلمه چې د اسلام له مخې یي په سیاست کې د ننه کړه . هغه حکومت چې امارات وو.

ملا محمد عمر د جمعیت علمای اسلام او مولوی سمیع الحق څخه جنګیالي تر لاسه کول ویل کیږي چې چې دې جنګیالیو د پآکستان آی ایس آی څخه پوځي روزنه او زدکړې تر لاسه کولې.

د پآکستان شمال لویدیځې مدرسې د یوبندی شونځي د نفوس له سیمو څخه شمیرل کیږي او ډیری طالب جنګیالي هم له دې سیمو څخه تر لاسه کیدل. د دیودبندی مدرسته په اتلسمه پیرۍ کې د شاه ولي الله دهلوی په ا فکارو سره رامنځ ته شوه دا هغه مدرسه وه چې یواځې حدیثي او اسلام پالنې موخه درلوده. داسې هم ویل کیږي چې دا مدرسه په هند کې د د انګلیس له ماتې وروسته د مسلمانانو د کمزورتیا پر مهال رامنخ ته شوی. دیوبند مدرسې وکولای شول د خپلو سیالانو پر وړاندې لکه ندوه العلما او علیګره پر مدرسو بریالی شي او د قارې پر مدرسو خپله اغیزه وساتي. دا نفوس تر افغانستانه را ورسید او د پاکستان شمال لویدیځې مدرسې په همدي لاره روانې وې.

طالبان له دې سره چې ډيری مشرانو یي د پاکستان د دیوبند په مدرسو کې زدکړې تر لاسه کړې خو بیا هم په در یو برخو ویشل شوي وو او هرې ډلې خپل نظرونه سره شریک کړي وو او دا درې نظرونه له جماعت اهل حدیث او فقه پالڼې سره تړل شوي وو.

د سلفي لید لوری له ابن تمیمه او محمد بن عبدالوهاب څخه او د سید قطب لید لوری د مصر اخوان المسلیمین له متفکرینو او د دیوبند لید لوری لهه شاه ولی الله خخه را اخستل شوی دی. د بنسټپالی بهیر بنسټ افغانستان نه وو د سلفیانو لید لوری په عربستان   په مصر کې د سید قطب په هند او پاکستان کې د دیوبند وو چې په افغانستان کې یې د جهاد پر مهال لاره پیدا کړه.

د نړیوالو ټولنو او عربي هیوادنو مرستې ددې لاامل شوې ترڅو دا ډلې په افغانستان کې پیاوړې او کارنده شي. او سلفیان په هیواد کې پر ټولو ډلو سیوری غوړولی دی له سلفي او تکفیري ډلو څخه د عرب او لویدیځو هیوادونو ملاتړ ددې لامل شوی ترڅو سلفیان ډیری پلویان او ملاتړې مسلمانان ولري او د پرمختیا اجازه تر لاسه کړي د سلفي پالنې له مخې دا برخه له دیوبندي سره تر ډيره نږدې والی لري چې اصل احکام یي پر حرمت دي نه پر اباحه.

د دې دوه متفکرینو په آند د کړنو ټولو چارې حرامې دي له دې پرته چې په هکله یي حدیث او یا نصې شتون ولري په داسې حال کې چې اهل سنت او تشیع په دې آند دي چې هر څه حلال دي له هغه پرته چې په هکله یي حدیث او یا نص شتون ولري. همدا محدود کونکی اصل ددې لامل شو ترڅو دیوبندي او سلفیان د مسلمانانو په توګه په جګړه کې ښکیل شي او همدارنګه له نورو سره په نښته بوخت شي.

طالبانو پر همدي اصل په تیکیې سره هره نوې رامنځ ته شوې ښکارنده حرامه بولي. دوی د نجونو زدکړې منع کړې پر میرمنو یي بندیزون ولګول ټولنې نوې ښکارندې لکه انځور فلم او داسې نورې یې حرامې وګڼلې.

اسلام آباد د لومړي ځل لپاره پّ کابل کې د حکومت له پلویتوبه برخمن شو. د پآکستان استخباراتي اداره هغه اداره وه چې پریکړې ددوی په لاس کې وې او یواځې عربستان او اماراتو دا اداره په رسمیت پیژندله.

طالبانو د کندهار له سپین بولدک څخه پیل وکړاو د دوه کلونو په لړ کې یې د افغانستان ډیره برخه ونیوله. په نولس سوه شپږ نویم کال کې دوی د هیواد لوی ښارونه ونیول او د خپل نوي امارت بنسټ یي کیښود.

له دې سره د طالبانو په ظهور سره اسامه بن لادن چې جنګیالیو یې د بالکان او سوډان په جګړو کې ماته خوړلې وه افغانستان ته راغی. حتی ویل کیږي یو شمیر مجاهدینو مشرانو له ده څخه غوښتې وو ترڅو افغانستان ته راشي. دی له سوډانه افغانستان ته راغی او د طالبانو ترمڼځ د القاعدې جوړښت رامنځ ته شو. اسامه بن لادن هم په افغان جهاد کې ونډه درلوده ده په اتایمه لسیزه کې د امریکا له استختباراتي ادارې سره اړیکه ونیوله او د افغان جهاد لپاره یي د مرستو لویه برخه تر لاسه کړه. اسامه بن لادن له امریکایانو له بلډوزرو نیولې تر موټرو او د وسلو په لویه پیمانه مرسته تر لاسه کړه حتی ده له امریکا څخه د سټنګر توغندي چې امریکا نورو هیوادونو ته نه ورکول له واشنګټنه تر لاسه کړل. دی له لسو کلونو وروسته افغانستان ته راغی او د ملا عمر ترځنګ یي ځای غوره کړ. ده د طالبانو مشر ملا محمد عمر سره بیعت وکړ او د هیواد په بیلا بیلو برخو کې یې دده جنګیالیو ته د روزنې مرکزونه پرانستل چې په دې سره یي په اته څلویښتو روزنځایونو کې اتلس زره د القاعدې غړي وروزل.

اسامه بن لادن د ملا محمد عمر برخلیک ته بدلون ورکړ. د سپتمبر یولسمې پیښې مسولیت چې په هکله یې ډيری پوښتنې را ولاړېږي او هڅه کیږي ترڅو په دې برخه کې د لویدیځوالو پر رول پرده واچول شي په اسامه ور وتړل شوه. ملا عمر چې په ظاهري توګه یي ځان د اسامه کوربه ګڼلو دی یې امریکا ته ونه سپاره په دې ډول او په دې بهانې سره افغانستان ته د امریکا پښه را خلاصه شوه.

اساماه او هرې بلې بنسټپالې ډلې ملا عمر امیر المومنین ګڼلو او له ده څه بیعت کولو او حتی د پاکستان طالبانو هم له ده څخه بیعت کړی دی. اسامه بن لادن په دوه نویم کال کې د اسلام آباد په ایبټ آباد کې د پآکستاني پوځیانو یوې هډې ته نږدې د امریکایي کماندو له لوري ووژل شو. دا هغه ریپوټ دی چې امریکایي په هکله خپور کړی خو دده د مړینې په هکله نور هیڅ ډول مالومات نه دي خپاره شوي او حتی ددده د مړینې په هکله ځینې پوښتنې راولاړې شوې دي.

دده له مړینې یواځې یو عکس خپور شوی دی او دا انځور هم له ډیریو فني نیوکو سره مخ شوی. ملا عمر هم د مړینې په هکله یي د خپرو شویو مالوماتو له مخې، د اسامه له مرګه څو ساعتونه وروسته مړ شوی او یا وژل شوی دی. ملا محمد عمر هم په پاکستان کې مړ شوی او ددوی مړینه د اسامه بن لادن د میړنې په څیر ډیری پوښتنې را ولاړې کړې دي، د اماراتو په نولس کلنۍ کې هغه یواځینۍ ډله چې دې ډلې رد کړې د داعش وسله واله ډله ده چې له اماراتو څخه په لوړه کچه یي عمل کړی دی او ددې ډلې مشر البغدادي ویلي چې د اسلام خلیفه دی داسې هم ویل کیږي چې البغدادي په افغانستان کې هم جهاد کړی دی.

دوهمه موضع چې د طالبانو د برخلیک په هکله ده داده چې، ملا محمد عمر دا دوه ورځې وړاندې او یا دوه کاله مخکې مړ شوی دی اویا دا چې دی مړ دی او که نه خو سیاسي وخت یې پای ته رسیدلی. دی نور د طالبانو د حکومت او په لویدیځ او اسلامي نړۍ کې د جګړې د دوام لپاره مړ شوی او طالبانو د نوي مشر د ټاکلو په حال کې دي. هغه ډله چې اوس مهال په څو برخو ویشل شوې ده. له دوی څخه د مولوی اختر محمد منصور ډله ده چې د نورو ډلو په پرتله ځواکمنه ښودل کیږي او مشر یې د ملا محمد عمر په وژلو تورنیږي له پآکستان سره تر ډیره نږدې اړیکې لري.

د طالبانو دوهمه ډله د قطر سیاسي دفتر دی چې مشري یې طیب آغا کوي او له دولت سره د خبرو پلویتوب هم کوي دوی د اسلام آباد له واکه او د آی ایس آی له لارښونو وتلي او په دې برخه کې ځای نلري. دریمه ډله هم د ملا محمد عمر د زوی ډله ده چې اوس مهال دده د شپږ ویشت کلن زوی د مشری لپاره د چمتوالي په حال کې ده او څلورمې ډلې هم هغه بهیرونه دي چې له طالبانو بیل شوي او لامل یي هم د ملا منصور له لوري د خپل مشر وژنه بولي په دې ډله کې د قاري حمزه په مشری د فدایانو ډله شتون لري.

طالبان اوس مهاله په څلورو برخو ویشل شوي او شنل کیدل دا ډله ګواښي. ددوی د بیلتون درې نښې لري لومړی دا چې یو شمیر مشران یي له دولت سره خبرو ته چمتو دي او حتی که چیرې دوی د جګړې په ډګر کې هم تر ډيره بې اغیزې وي د جنګیالیو پر روحیه اغیزه کولای شي.

دوهم لامل هم د طالبانو په نامه له ډلې څخه د پآکستان نه ملاتړ دی کیدای شي ددې ډلې ډيری مشران چې د اسلام آباد له غوښتنې سره مخالفت لري له منځه یوړل شي او دا موضع په خپله د طالبانو لیکه ماتولی شي. له بلې خوا که چیرې د طالبانو جنګیالي د وزیرستان له مدرسو څخه د طالبانو تر بیرغ لاندې جګړې ته رانشي او جبهې د پولې پورې غاړې څخه اکمال نشي ددې ډلې د له منځه تلو شونتیا تر ډیره لیدل کیږي او دا مسله د ملا عمر په ژوند او مړینې پورې تړاو نلري. دده د مړینې خبر یواځې ددې ډلې د ضعیفولو په موخه خپور شوی دی په داسې حال کې چې د طالبانو په نامه د بهیر یا جبهې د پاتی کیدل اصلي موضع ده.

دریم عامل هم پر نړیوال نظام د حاکم سیاست اغیزه ده په نړیواله کچه د واک اصلي مهندسان چې امریکا لویدیځ او ناټو دي د سیاسي اسلام لپاره نوې هویتونه را ژوندي کوي دا تګلاره باید د پخوانيو ډلو د قهر او اغیزو په پرتله تر ډیره اغیزناکه وي او نړیوالې ادعاوې به لري ترڅو لویدیځ په دې سره و کولای شي هر چیرته یي چې زړه وغواړي لاړ شي او هر چیرته چې دا ګواښ سر را پورته کړي د ځپلو په بهانه به هغې سیمې ته لاره پیدا کړي.

د سیاسي اسلام تر نامه لاندې د جګړې هویت له قهر بنسټپایلو بیرحمو او ځپلو سره رامنځ ته کیږي ترځو عمومي افکار ددوی پر وړاندې را وپاریږي. داسې ښکاري چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د القاعدې مشران اسامه بن لادن او ایمن الظواهری نیټه تیره شوې او ورو ورو له ډګره ایستل کیږي ترڅو د البغدادي لپاره سیال شتون ونلري. اوس مهال د البغدادي لپاره دده تول سیالان له منځه وړل کیږي دا بهیر د ا سامه بن لادن له وژل کیدو پیل شوی او لویدیځې رسنی هم د البغدادي په مشری د دا عش په ګټه ډیر تبلیغات ک وي. د ملا محمد عمر مړینه د بنسټپالو ډلو په خانګړې توګه د داعش له پیاوړتیا سره مرسته کولای شي. اوس مهال نه د ملا محمد عمر او په القاعدده کې د اسامه بن لادن په څیر مشران شتون نلري ترڅو د نویو را منځ ته شویو ډلګیو سره سیالي او ددوی د پرمختګ مخنیوی وکړي.

دا عامل او آنګرینې دي چې نور نغواړي طالبان پاتې شي او اوس ددوی د شنل کیدو یا له منځه وړل کیدو سره مرسته کوي په داسې شرایطو کې حتی که پاکستان هم وغواړي د دې پروژې د له منځه وړلو مخنیوی نشي کولای.

وروستی موضع په دې برخه کې د افغان حکومت ځای ځایګی او د پخلاینې خبرې دي او افغان حکومت له ټولو په ډیره بیړه او لیوالتیا کې لیدل کیږي.

د ملي یوالي حکومت مشرانو اشرف غني او عبدالله عبدالله چې د پخلاینې خبرو له لپاره کومې هیلې درلودې له خاورو سره خاورې شوې د حکومت د سولې خوب په دې وروستیو او ژر نه تعبیریږي او د هغه خپلو سیالانو پر و ړاندې به بیقدره شي کوم چې له دوی سره د ژمنو له مخې واک ته رسیدلي وو. طالبانو د خپل مشر د مړینې له خبره یوه ورځ وروسته یعني د تیرې پنجشنبه په ورځ اعلان وکړ چې د پخلاینې د خبرو له بهیر څخه بې خبره دي او یواځې ددوی سیاسي دفتر د پخلاینې خبرو د پرمخ بیولو صلاحیت لري او دوی له ارومجي او اسلام آباد په هکله مالومات نلري. دا په داسې حال کې ده چې حکومت د پخلاینې خبرو د دوهم پړاو لپاره د چمتوالي په حال کې وو.

د پخلاینې خبرو د بهیر په هکله ځینې پوښتنې را مڼځ ته شوې دي هغه دا چې له دې وروسته به د پخلاینې خبرې له چا سره کیږي؟ د طالبانو اصلي استازي څوک دي؟ آیا ټول وسله وال طالبان له دولت سره یوځای کیږي که دددوی یواځې یو څو ډلې؟ د ایدیولوژیکي جنګیالیو برخلیک به څه وي؟ آیا نوې ډلې به رامنځ ته شي او که به طالبانو د داعش لمن ته ځان واچوي؟ آیا په رښتیا هم د پخلاینې خبرې به د جګړې د پای ته رسیدو په مانا وي یا نه یواځې به دا یو ډول رسانه خبرې وي چې د مشرانو د تبلیغاتو له مخې یې کچه یواځې تر رسنیو رسیدلې ده؟.

دې جدي پوښتنو حکومت په نښه کړی دی. د طالبانو د مشر د مړینې خبر په خپریدو او په څو برخو د طالبانو په ویشل کیدو سره د حکومت نښه نه ده ویشتلې او تیر یي په تیاره کې خوشي کړی دی او حتی په دې ډاډه نه دی چې د امتیاز په ورکولو سره به امتیاز تر لاسه کړي. اوس په سیمه ایزه   کچه د افغان حکومت موضع د پخوا په پرتله کمزورې ښکاري اوس مونږ په داسې په یوه بې لاسو او پښو هیواد ګرځیدلي یو چې د نړۍ لوی هیوادونه خو پر ځای حتی د سیمې کمزوري هیوادونه زمونږ برخلیک ټاکي او زمونږ په هکله پریکړه کوي. داسې ښکاري چې د قفل کلي له پاکستان سره ده او افغانستان په نوي حکومت کې د اسلام په پناه کې دی. دې ټولو ته په کتو سره اړینه ده ترڅو له طالبانو سره د پخلاینې په افغان حکومت کې پر ظرفیتونو   په سیمه کې د افغانستان ځای ځایګي او له امریکا سره اړیکو ته جدي بیا کتنه وشي او حکومت باید تر ټولو لومړی باید د بهیرنو پیژندلو ته تر ډيره پاملرنه وکړي او حالات په خپل کنترول کې واخلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *