د کډوالو چارو وزارت پنځه کلنه تګلاره نظر غوښتنې ته وړاندط شوه

د کډوالو چارو وزارت نن خپله پنځه کلنه تگلاره نظر غوښتني ته وړاندي کړه. د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي ويلي، په تيرو کلونو کي د تگلاري نشتون د کډوالو د نه مديريت لامل شوې. دوی زياته کړې، ددي وزارت په ستراتيژيکو پلانونو کي د کډوالی ښکارنده په لومړيتوبونو کي ځای لري

د کډوالو چارو وزارت خپله پنځه کلنه تگلاره په يوه ورکشاپ کي د نظر را ټولو ته وړاندې کړې ده. د کډوالو او بیرته را ستنیدونکو وزیر سید حسین عالمی بلخی ویلي: ددې ورکشاپ موخه د پنڅه کلنې تګلارې وده ده او په دې تګلاره کې به له ورکړل شویو نظرونو څخه کار واخستل شي.

دا پنځه کلنه تګلاره په دریو برخو کې د پلي کیدو او وروستي کیدو لپاره څیړل کیږي چې په اتو برخو کې په پام کې نیول شوې ده. د کډوالو او بیرته راستنیدونکو وزیرویلي، په دې پلان کې د کډوالو بیرته راستنیدل د کورنیو بیځایه کسانو مخنیوی   کډوالو او بیځایه شویو کسانو ته د چوپړتیا وړاندې کول له هیوادونو په ډله ایزه توګه د کډوالو د رایستلو مخنیوی ددې تګلارې له اصلي موخو څخه شمیرل کیږي.

د کډوالو چار وزیر ویلي، د نظر غوښتنې لړۍ وروسته به دا تګلاره د ولسمشر له لوری د منل کیدو په موخه ولسمشری مانی ته وسپارل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *