د مصر يوې محکمې د اخوان المسلمين ګوند ۳۰۰ غړي په بند محکوم کړل

د مصر يوې محکمې د اخوان المسلمين ګوند ۳۰۰ غړي تاوتريخوالي ته د لمن وهلو په تور له درېيو تر لسو کلونو بند باندې محکوم کړل.

د مصر شرقيه ولايت يوې ځايي محکمې د اخوان المسلمين ګوند ۲۶۹ غړي په لسو کلونو او ۳۱ تنه نور غړي يې په درېيو کلونو تنفيظي محکوم کړي دي.

په همدې حال کې د مصر يوې بلې محکمې د اخوان المسلمين د ۳۷۹ غړو د محاکمې غونډه د اکتوبر تر اتلسمې نېټې ځنډولې ده.

په ۲۰۱۲ کال کې د پوځ لخوا د مصر د پخواني جمهور رئيس محمد مرسي تر ګوښه کولو وروسته د دغه هېواد په يو شمېر سيمو په ځانګړي ډول سينا دښته کې امنيتي پېښې زياتې شوې دي، چې له کبله يې سلګونو حکومتي سرتېرو، وسله والو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر دې وړاندې د اخوان المسلمين لسګونه غړي په بېلابېلو محکمو کې په اعدام او عمري بند محکوم شوي دي.

د دغه ګوند لرې کړای شوي جمهور رئيس محمد مرسي ته هم د مرګ سزا اورول شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *