مسکو به عراقیان د بغداد د دفاع لپاره روزي

د عراق د دفاع وزیر خالد العبیدي پرون مسکو ته راغلی و. دلته په مسکو کې د ده د خبرواترو جزیات نه دي څرګند.

یوازې د عراق د دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د بغداد استازی باید د روسیې په پلازمېنه کې د پوځي-تخنیکي همکارۍ مسألې وڅېړي. د عراق له صدراعظم حیدر العبادي سره، په مۍ میاشت کې د روسیې فدراسیون د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر کتنې او د « اسلامي دولت » د ترهګرې ډلې په وړاندې د جګړې تر تودېدا وروسته له روسیې سره پوځي-تخنیکي همکارۍ، د بغداد لپاره ډېر ستر اهمیت پیدا کړی دی.

د روسیې فدراسیون په پوځي-امنیتي ادارو کې خبري سرچېنو د روسیې له « نې زاویسیمایه ګزیته » ورځپاڼې سره په مرکه کې خبر ورکړی، چې عراق ته د سپکو وسلو، د توپونو، د ټانک ضد وسلو، د جنګي الوتکو او همدارنګه د جنګي مهماتو د بېړنۍ لېږنې مسألې د خبرواترو په بهیر کې وڅېړل شوې. روسیې له عراق سره د پوځي-تخنیکي همکارۍ په ساحه کې د نیتونو یادښتونه او تړونونه، پخوا د عراق له پخواني مشرتابه سره، چې نوري المالکي یې په سر کې و، لاسلیک کړي دي. د دغو تړونونو ټول ارزښت ان ۵ میلیاردو ډالرو ته رسیږي. او دا د روسیې په نوي تاریخ کې د پوځي-تخنیکي همکارۍ په ساحه کې د لاسلیک شو تړونونو تر ټولو ستره ټولګه وه. اوس د عراق نوي حکومت، چې مشر یې حیدر العبادي دی، هم د یادو شوو تړونونو بشپړ ملاتړ کوي. د یادولو وړ ده، چې حیدر العبادي زده کړې په انګلستان کې کړي او لویدیځ پلوه سیاستوال ګڼل کیږي.

څو اوونۍ پخوا خبر ورکړ شوی و، چې روسیې ۴ Mi —۳۵М جنګي چورلکې، یو څو Mi-171SH او یوهMi-171 چورلکه چې د مهمو جګپوړو مشرانو د وړلو لپاره په سالون سمبال ده، عراق ته وسپارلې. په عراق کې حالات ډېر پېچلي دي. د هېواد پوځ د « اسلامي دولت » د وسله والو ډلو په وړاندې جنګیږي. مسکو په دغه ډول حالاتو کې بغداد ته د سو-۲۵ بریدګرې الوتکې، د Mi-28NE او Mi-35 چورلکې، د « ТОС-۱А » درانده اوربلوونکي سیستمونه، د « پانڅیر- S1 » د هوایي مدافعې توغندیز-توپچي کومپلکسونه، د « جیګیت » په نامه د هوایي مدافعې، پر مټ وړل کیدونکي توغندیز کومپلکسونه، توپچي سیستمونه، د هغوی جنګي مهمات، د ماین پاکۍBRМ-۳М زغره وال موټرونه په ډېره بېړه ورکړل.

خو عراق د دې هیله کوي، چې بغداد ته د روسیې د وسلو ورکول نور هم زیات شي. او پر همدې سربېره د روسیې فدراسیون په لوړو پوځي ښوونیزو مؤسسو کې د عراقي پوځیانو د روزنې چارې تنظیم شي. او دا په داسې حال کې چې امریکایان هم له بغداد سره پوځي مرستې کوي.

په تېره اوونۍ کې د امریکا متحدو ایالتونو د دفاع وزیر اشتون کارتر یوناڅاپه عراق ته لاړ. او هلته یې د بغداد له رسمي استازیو سره پر ورته پرابلمونو خبرې اترې وکړې. دغه سفر تر هغه وروسته وشو، چې څو ورځې پخوا، د جولای پر ۲۰-مه د عراق په شمال کې د بغداد په هوایي اډه کې د عراق هوایي پوځ ته د ۴ F-16 جنګي الوتکو د سپارلو مراسم جوړ شول. بغداد ته د ۳۶ F-16 جنګي الوتکو د ورکولو تړون ان لا څو کاله وړاندې لاسلیک شوی و. خو امریکایانو یوازې اوس د هغه پر عملي کولو لاس پورې کړ.

په دې وروستیو وختونو کې په عراق کې له دغه هېواد سره د امریکا د پوځي مرستو د اغېزمنتوب په تړاو څو ځله شکایتونه شوي دي. د عراق د دفاع وزیر خالد العبیدي د ۲۰۱۵ کال په اپرېل کې دې ډېر په غوسه کړ، چې د عراق مرکزي حکومت ته له خبر ورکولو پرته، همدغه ډول پوځي مرستې له کوردانو او همدارنګه له سوني باغيانو سره هم نېغ په نېغه کیږي. العبیدي په همغه وخت کې په ډاګه وویل، چې د امریکا متحدو ایالتونو حکومت او پوځیان باید په دې خبر وي، چې په هېواد کې د وسلو د ویشلو بهیر باید د عراق د دفاع وزیر تر څارنې لاندې وي. وزیر زیاته کړه، چې د عراق د دفاع وزارت له اجازې پرته، بېلابېلو ځواکونو ته نېغ په نېغه د وسلو ورکول د عراق د ټوټې کولو بهیر په خوځښت راوستلای شي. که چېرې واقعیتونو ته په غړېدلو سترګو وکتل شي، نو د عراق د ټوټه کېدو بهیر، همدا اوس په خوځښت راغلی دی. په اوسني وخت کې د عراق د خاورې ان دریمه برخه د « اسلامي دولت » د وسله والو ډلو ټپلو په لاس کې ده.

کوردستان هم د امریکایانو په مرسته خپله ټاکلې خپلواکي ښیي. د هېواد د خاورې پاتې برخه د بغداد په لاس کې ده. او په وروستیو وختونو کې روسیه، ایران او چين له هغه نه ډېر فعال ملاتړ کوي.

د جولای په منځنیو کې د عراق حکومت د انبار په ستر ولایت کې، چې تقریبا ټول د « اسلامي دولت » د جنګیالیو په لاس کې دی، د ازادولو پراخ عملیات پیل کړل. د عراق د حکومتي ځواکونو د اساسي ګوزارونو لوری د دغه ولایت مرکز رامادي او د الفلوجه ښار ته متوجه وو. د عراق د دفاع وزیر خالد العبیدي د تېرې جمعې پر ورځ د دغو عملیاتو د لومړي پړاو پایته رسېدل او دویم پړاو ته د تیاري نېولو پیلول اعلان کړل. ده وویل چې د دغو عملیاتو په دویم پړاو کې باید د انبار ولایت پر مرکز برید وشي او هغه ونېول شي. تر اوسه خو پوځ د « اسلامي دولت » له جنګیالیو سره همدغه دوو ښارونو ته ورڅېرمه په خونړیو جنګونو بوخت وو. خو د انبار ولایت اساسي سیمې، لکه رامادي او الفلوجه لا تر اوسه د « اسلامي دولت » په لاس کې دي. د یادولو وړ ده، چې پنتاګون د « اسلامي دولت » د ماتولو په تړاو د عراق د پوځ پر هیلمنتوب باور نه کوي. او داسې ګڼي، چې د « اسلامي خلافت » د جوړښت ړنګول به ان لس کاله وخت وغواړي. خو ځينې خپلواک کارپوهان د پېښو د ودې ډېرې منفي سناریووې وړاندې کوي او وایي چې په راتلونکې کې د عراق پر پلازمېنه بغداد هم د « اسلامي دولت » د جنګیالیو د برید شونتیاوې زیاتې دي.

په اوسني وخت کې په روسیه کې په عراق کې د جنګي عملیاتو په تړاو په رسمي پوړۍ کومې ارزونې او اټکلونه نه وړاندې کیږي. خو له عراق سره د روسیې د پوځي-تخنیکي همکارۍ او د عراق په بیا ودانولو کې د روسیې د کمپنیو د ګډون د کچو پراختیا د دې ویندوی ده، چې مسکو د دغه هېواد راتلونکې مثبته ارزوي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مۍ کې د عراق له صدراعظم سره د کتنې پر مهال اعلان وکړ، چې عراق — په سیمه کې زموږ لرغونی او ډاډمن انډیوال دی. په نړیوال اقتصاد او په سیمه کې له ټولو ستونزو سره سره زموږ ترمنځ اړیکي په زیات بریالیتوب وده کوي. هو، کېدای شي، چې زموږ د هېوادونو ترمنځ د سوداګریز دوران حجم دومره ستر نه وي، خو بیا هم په وروستیو دوو کالونو کې دغه حجم ۱۰ ځله زیات شوی. موږ د سترو پروژو پر عملي کولو بوخت یو. زموږ کمپنۍ په عراق کې کار کوي او خبره د میلیاردو ډالرو پر پانګونه روانه ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *