پر يمن د سعودي عربستان په مشری د ايتلاف د شنبي ورځې بريد د قربانيانو شميره ۸۰ کسانو ته ورسيده سيمه ايزو اوسيدونکو ويلي: دا بريد چي له امله يي ۱۵۰ کسان ټپيان شوي هم دي، په داسي سميه تر سره شوی چي هيڅ ډول وسله وال شتون نه درلود

هغه انځورونه چې د اوسیدنې له هغې سیمې چې د عربستان په مشری د ایتلاف ترهوایي برید لاندې راوستل شوې د ډيرې ویجاړی ښکارندویي کوي

په دې سیمه کې ډيری انجنیران، د برښنا کارکونکي او بیځایه شویو کورنۍ ژوند کوي. د سیمه ایزو اوسیدونکو په وینا په دې سمیه کې هیڅ یوه وسله وال شتون نه درلود.

” هوایي بریدونه له کوم ځنډ پرته ترسره شوي له مونږ سره پوځيانو شتون نه درلود زمونږ شاوخوا ته هیچا وسله نه درلوده مونږ خپل ماشومان هیر کړي وو   د شلو مړیو په شاوخوا کې ما په خپلو لاسونو له ړنګو را ایستلي دي ګرم څوک دي؟”

یوبل کس چې په دې برید کې ټپي شوی وایي: ” له لومړي برید وروسته را ووتم سم نشم ویلی چې کوم ځای یې بمبار کړ بیرته کورت راغلم درې یا څلور هوایی بریدونه تر سره شول له پنځو او لسو دقیقو وروسته بریدونو ته زور ورکړل شو.”

یوه بل سیمه ایزو اوسیدونکي هم د ښخو اوماشومانو له وژل کیدو خبر ورکړی دی “دوی ښځې ماشومان او سپینګیري ووژل ددې بیګناه کسانو ګناه څه وه؟ د حوثیانو هیڅ یو غړی په دې سیمه کې شتون نلري، هیڅ پوځي مرکز دلته نشته هیڅ هم شتون نلري”

پر یمن د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف له لوري بریدونه په داسې حال کې تر سره کیږي چې دډې بریدونو، د حوثیانو او منصور هادي د پلویانو ترمنځ په نښتو کې تر اوسه له څلور زره ډير کسان وژل شوي چې ډيری یې ملکي کسان دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *