یو ۸۰ کلن قومي مشر عام محضر کې په دار ځړول شوی

   د شهيدانو د سيمې ملک حاجي عباس نن سهار شاوخوا شپږ بجې کله چي له کوره د لمانځه په نیت راوتلی و د وسله والو طالبانو له لوري وتښتول شو.

د اروزګان څخه را رسېدلي راپورونه وايي، چې په دغه ولایت کې وسله والو مخالفانو یو قومي مشر او ملک په عام محضر کې په دار ځړولی دی.

د ياد ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ د شهيدانو د سيمې قومي مشر او ملک د وسله والو طالبانو له لوري نن چهارشنبه شاوخوا ۹:۳۰ بجې له برمته کېدو وروسته په دارځړول شوی دی.

د خاص اروزګان ولسوالۍ ولسوال عبدالکريم کريمي سلام وطندار ته د ټېلېفون په لیکه ویلي، چې د شهيدانو د سيمې ملک حاجي عباس نن سهار شاوخوا شپږ بجې کله چي له کوره د لمانځه په نیت راوتلی و د وسله والو طالبانو له لوري وتښتول شو.

د کريمي په وينا، پوليسو د حاجي عباس په اړه پلټنې پېل کړي، خو مخکې له دې، چې پوليس هدف ته ورسيږي وسله والو طالبانو دغه ملک په عام محضر کې په ونه کې په دارځړولی وو.

د ولسوال په خبره حاجي عباس چي شاوخوا(۸۰) کاله عمر یې درلود د دې ولسوالۍ په شېخي سيمې کې ځړول شوى دى او شيخي د افغان دولت له ولکې وتلې سیمه ده.

باید وویل شي، چې د ملک عباس د مړينې په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

خاص اروزګان ولسوالي د هلمند ولایت یو له هغو ولسواليو بلل کيږي، چي له مرکز ترینکوټ څخه په لرې واټن کې پرته ده.

په دغه ولسوالۍ کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ سختې جګړې وشوې.

په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون تل د صحرايي محکمې سره مخالفت ښودلی او ويلي يې دي، چې دا چاره په خلکو کې ويره او وحشت ته لمن وهي.

له دې وړاندې په فراه ولایت کې څلور ښځې د وسله والو طالبانو له لوري اعدام شول.

وسله والو طالبانو ويلي وو، چې دغه ښځې د نارينه وو سره د شپې له خوا ګرځېدلې او په همدې جرم يې اعدام کړې وې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *