دوی هوډ وکړي، چې له طالبانو نه د خپل پلار د وژل کېدو بدل اخلي

   دوی اوس په خپله سیمه سیستاني کې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې دنده لري.

دا دوه ماشومان، چې له تېرو څو کلونو راهیسې په هلمند ولایت کې له افغان امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه په مورچلو کې جګړه کوي.

دغه دواړه له ځان سره ټوپکونه ګرځوي، دوی د دې پر ځای چې ښوونځي ته لاړ شي او د کتابونو بکسې په غاړه کړي؛ چنټې په شا تړلې د خپل پلار د مرګ د غچ اخیستلو په پار امنیتي پوستو کې اوسېږي.

د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ د سیستانې سیمې دوه تنه ماشومان، سلطان محمد او اغا محمد چې ۱۲ او ۱۴ کاله عمرونه لري؛ وایي پلار یې په پولیسو کې دنده لرله، چې د وسله والو طالبانو په حاصره کې پر خښ شوي ماین ووژل شو.

دوی وايي، کله یې پلار مړ شو، دوی هوډ وکړ، چې له طالبانو نه د خپل پلار د وژل کېدو بدل واخلي.

دوی اوس په خپله سیمه سیستاني کې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې دنده لري.

د سلطان محمد په څېره کې د زوړرتیا نښې له ورایه لیدل کېږي وايي، چې د نښتې پر وخت له خپلو سیمه ییزو پولیسو سره مرسته کوي. د ده په خبره، ډېر ځله د جګړې په لومړیو کرښو کې راګېر شوی دی، خو تښتېدلی نه دی.

دی وايي، غواړي ښوونځی ووايي، خو په سیمه کې یې نا ارامه حالت او د پلار درد ورنه هر څه هېر کړي دي.

دا دواړه ورونه وايي، تر څو یې چې له وسله والو طالبانو نه د خپل پلار غچ نه وي اخیستی؛ تر هغې به وسله په ځمکه کېنږدي.

   سلطان محمد او اغا جان چې په سیستاني نومي سیمه کې د کور په شاوخوا امنیتي پوستو کې د برید په تمه ناست وي، بادونو، سړې او ګرمې هوايي د مخونو اصلي رنګ وربدل کړی دی.

د دوی په خبره، څو ورځې وړاندې یې په سیمه کې وسله وال طالبان حاکم شوي دي، خو دوی به د خپلې کورنۍ پر ملاتړ وسله وال طالبان فعالیتونو ته پرېنږدي.

دا دواړه ورونه وايي، تر څو یې چې له وسله والو طالبانو نه د خپل پلار غچ نه وي اخیستی؛ تر هغې به وسله په ځمکه کېنږدي.

د سیمي خلک د دوی پر زړورتیا او مېړانې افرینی وايي، خو وېره لري، چې د وسله والو طالبانو په نښته کې یې کورنۍ بې سرپرسته پاتې نه شي.

سلطان محمد او اغا جان چې په سیستاني نومي سیمه کې د کور په شاوخوا امنیتي پوستو کې د برید په تمه ناست وي، بادونو، سړې او ګرمې هوايي د مخونو اصلي رنګ وربدل کړی دی.

اغا جان وايي، تېره ورځ په امنیتي پوستو کې د نښتې پر مهال بند پاتې شو او د پلار مړینه ور په زړه شوه او د بل ورور او کورنۍ لپاره یې پرته له خوراک او څښاک نه دوه شپې په هماغه پوسته کې وکړې.

د دې کوچنیانو نیا بي بي فیروزه وايي، له مجبوریته یې د لمسیانو په لاس کې ټوپک ورکړی دی او له همدې مجبوریت نه په ګټې اخیستلو سره به هڅه وکړي، چې د خپلې سیمې ساتنه په خپله وکړي.

پر وینا یې، له همدې اسانتیاوو نه په استفادې به هڅه وکړي، چې طالبان خپلې سیمې ته پرېنږدي.

د بي بي فیرزوې په وینا، دولت ورسره د وسلې مرسته کړې او خپلوان یې ورته په سیمه ییزو پولیسو کې شامل کړي دي

   د بي بي فیرزوې په وینا، دولت ورسره د وسلې مرسته کړې او خپلوان یې ورته په سیمه ییزو پولیسو کې شامل کړي دي.

د بي بي فیرزوې په وینا، دولت ورسره د وسلې مرسته کړې او خپلوان یې ورته په سیمه ییزو پولیسو کې شامل کړي دي.

بل لور ته د سیمې اوسېدونکي وایي، چې په سیمه کې د فېروزې له لوري جوړشوي سیمه ییزپولیس هڅه کوي، چې د دې سیمې امنیت خوندي کړي.

د سیمې خلکو وايي، کله چې د دغو ماشومان په لاس کې وسله وګوري؛ چې د خپلې سیمې د امنیت خوندیتوب لپاره هلې ځلې کوي، نو له دوی سره هم د دې مینه پيداکیږي، چې د جګړې پر مهال له سیمه ییزو پولیسو سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د هلمند ولایت د بشرحقونو خپلواک کمیسیون ولایتي مشر محمد بلال صدیقي وايي، چې دوی د کورنیو چارو وزارت ته په دې اړه معلومات ورکړي، چې ماشومان د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې دندې تر سره کوي.

صدیقی زیاته کړه، چې په دې اړه یې د هلمند ولایت له امنیه قومندانۍ سره یی هم خبري کړي دي.

نه یواځې د اغامحمد او راز محمد پلار وسله والو طالبانو وژلی، بلکې د لسګونو ماشومانو پلورنه د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یواځې دغو دواړو وروڼو د خپل پلار د انتقام اخیستلو لپاره وسله پر مټ کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *