څیړنه «تحلیل» په یمن کې حالات کړکیچن دی
د بشر د حقوقو مدافعین وایی چی امریکا د جنګی جنایتونو قسمی مسوولیت پر غاړه لری.
د ملګرو ملتونو ګډه دایمی کمیټه چی په نړیواله ټولنه کی د بشری هڅو د همغاړه کولو دنده پرغاړه لری، په یمن کی د اوضاع وروستی او دریمه درجه کړکیچن توب اعلانولو ته تیاری نیسی. د سعودی عربستان په مشری د ایتلاف د الوتکو پرله پسی بمباری، سمندری کلابندی او د مخالفو لورو تر منځ دایمی شخړی د نژدی ختیځ دا تر ټولو خوار هیواد د ژوند لپاره په ناوړه خاوره بدل کړی دی. د بشر د حقوقو مدافع سازمانونه محکمی ته سعودی عربستان د جنګی جنایتونو د دوسیی په اساس د ځواب ویونکی په توګه د راکشولو امکانات څیړی او په عین حال کی تروریستی ډلی د عامو خلکو په اذهانو کی د نفوذ په خاطر یو له بل سره په مبارزه بوخت دی.
هغه نښی نښانی چی د ملګرو ملتونو ګډه دایمی کمیټه باید د هغو پر بنسټ د حالاتو وروستی او دریمه درجه کړکیچن توب په رسمیت وپیژنی، داسی فورمولبندی شوی: دا د بشری اوضاع په ناڅاپی توګه په عجیبه توګه بدلیږی چی د پنځو محکونو — مقیاس، پیچلتوب، د لازمو اقداماتو ځنډ نه مننه، د هغوی د تر سره کولو او اعتباری ګواښونو، د ارزونی څخه روښانه کیږی.
د بندرونو کلابندی چی سعودی عربستان له خپلو متحدینو او امریکا سره یو ځای هغه د سمندری سیمی کنترول بولی، د سون د موادو او خوړو په رسولو کی د ځڼد سبب شوی ده. د سون د موادو د کمښت له امله د اوبو پمپونه کار نه کوی، په روغتونونو کی دارو درمل نه شته او د زیان من شوو کسانو شمیر له دری زرو کسو اوښتی دی. سیمه ایز وګړی په ساری ناروغیو د اخته کیدو له ګواښ سره مخاخ دی، دوه نیم زره ماشوم د واکسینو د تطبیقولو د کمپاین د نه تر سره کیدو له کبله د سرخکانو په ناروغی د اخته کیدو له ګواښ سره مخامخ دی.
د سعودی عربستان په مشری ایتلاف یوازی په سمندری کلابندی بسنه نه کوی او د هغو الوتکی د حوثی شورشیانو پر سنګرونو چی د ولسمشر عبدالربو منصور هادی پر خلاف راپاڅیدلی، د هیواد پلازمینه صنعا او یو شمیر نور ښارونه یی نیولی دی، بمباری تر سره کوی. پخپله ولسمشر عبدالربو منصور هادی ریاض ته تښتیدلی او له هغه ځایه د یمن په خاوره کی د پوځی عملیاتو د تر سره کولو غوښتنه کوی. د هیومن رایتس واچ د بشر د حقوقو مدافع سازمان داسی معلومات خپاره کړی چی د هغو په اساس په صنعا کی د بمباریو په نتیجه کی لږ تر لږه ۵۹ کسان وژل شوی او سازمان باور لری چی بمباری د بین المللی قوانینو سره ضدیت لری.
د پنتاګون استاځی روجر کابینس ویلی چی وزارت د بشر د حقوق د مدافعینو له نتیجه اخیستو خبر دی. موږ د هیومن رایتس واچ د سازمان له رپوټ څخه د یمن د حالاتو په هکله خبر یو. موږ اوس د سعودی عربستان په مشری له ایتلاف څخه استخباراتی او لوژیستیکی ملاتړ کوو او د موخو په ټاکلو کی ورسره مرسته کوو، مشوری ورکوو او په ورځ کی دوه ځله د سون د موادو د رسوونکی الوتکی الوتنه تامینوو.
د بشر د حقوق مدافعین وایی چی امریکا د جنګی جنایتونو قسمی مسوولیت پر غاړه لری.
تروریستان له دی ګډوډی په خپله ګټه کار اخلی. د عربستان په ټاپوزمه کی القاعده چی د بن لادن د وارث ایمن الظواهری له خوایی لارښوونه کیږی، په سیمه کی خپل نفوذ پراخوی. خو په وروستیو وختونو کی د هغو نفوذ کمزوری شوی: د سیمه ایزو قومی مشرانو راجلبولو د هغوی د مشرانو ځایی موقعیت افشا کړ چی د امریکا د هوایی ګوزارونو په نتیجه کی له منځه وړل شوی دی.
په داسی حال کی د اسلامی دولت ډله ډګر ته راوتلی او د هغو د جنګیالو شمیر له ۸۰ څخه تر ۳۰۰ زیات شوی دی. په دی وروستیو کی په صنعا کی د یو لړ تروریستی بریدونو په نتیجه کی د حوثیانو ۱۳۷ کسان وژل شوی او ۶۰ کسان یی د غورځنګ په دفتر کی په صنعا کی له منځه تللی دی.
د روسیی یوه نامتو علمی شخصیت ګیورګی میرسکی د «نی زاویسمایا ګازیته» له ورځپاڼی سره په مرکه کی ویلی چی د اسلامپالو لپاره القاعده یوډول لومړنی ښوونځی دی، په داسی حال کی چی داعش — عالی ښوونځی او پوهنتون دی. د نوموړی په عقیده القاعده د ټولو نښو نښانو پر بنسټ کمزوری ده: هغوی داسی ستری موخی، ستر خوځښت او داسی دقیقه روزل شوی اداره نه لری. د هغو بریاوی د ځوانو افراطیونو د قناعت وړ نه ګرزی: په لویدیځو پلازمینو کی د ملکی خلکو وژل د واقعی جګړی احساس نه رامنځ ته کوی.
په یمن کی جګړه په ډاګه ښیی چی سنی ځواکونه — سعودی عربستان، داعش او د عربستان په ټاپوزمه کی القاعده، نه غواړی بری له بل چا سره شریک کړی او نه غواړی چی هیڅ یوه ډله پیاوړی شی. میرسکی په پای کی وویل: تر اوسه هیڅ یوه سنی ډله په یوازی توب د حوثیانو په ماتولو او د یمن په نیولو نه ده بریالی شوی، دا ویرونکی او بی شرمه لوبه دوام لری.