د بې پيلوټه الوتكې په بريدونو كې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي
د بې پيلوټه الوتكې په بريدونو كې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي
د ختیځ په دوو ولایتونو ننګرهار او کونړ کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې بریدونو کې د بهرنیانیو په ګډون ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
چارواکي وايي، چې یاد بریدونه پرون ناوخته شوي دي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د عامه اړیکو مسول ډګروال محمد نعمان هاتفي کلید ته وویل، چې بهرنیو ځواکونو د ننګرهار د غني خیلو ولسوالۍ په اوه ويشتمې ویالې سیمه کې دغه برید کړی.
هغه زیاته کړه، یاد برید کې د بهرنیانو په ګډون ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي، چې د درېیو تنو جسدونه یې پېژندل شوي هم دي.
د یو بل خبر مخې د کونړ د پیچ درې ولسوالۍ اړوند په شوړیک درې سیمه کې هم بهرنیو ځواکونو د بې پيلوټه الوتكې بریدونه کړي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د عامه اړیکو د مسؤل د معلوماتو له مخې په یاد برید کې د حاجي ظریف په نوم د وسله والو طالبانو یو قوماندان وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.