په سعودي عربستان کې د وسلو والو مخالفانو نوی غورځنګ جوړيږي

په سعودي عربستان کې د وسله والو مخالفانو نوی غورځنګ د «نجران ځوانانو» په نوم جوړيږي.

دوی د هيواد په سهيل ختيځ کې د نجران ولايت د سعودي پاچاهي څخه د جلا کولو اعلان کړي دي. دامطلب دپنجشنبی په ورځ د ايران «فارس» اژانس ور کړی دي.

دغه سازمان لس ورځي وروسته له هغه، خپل موجوديت اعلان کړي، کله چې د ولايت قبائيلو د « حرار النجران» سازمان سره د يوځای کېدو اعلان وکړ. دوی هم ديمن سره پر پوله پروت ولايت، له سعودي څخه د بيلولو ، او د يمن څخه د ملاتړ اعلان کړي دي.

د ۱۹۲۰ څخه تر ۱۹۳۰ کال پورې سعودي عربستان او يمن د «نجران» پرضد جګړه تر سره کړی ده. په ۱۹۳۴ کال کې دغه ولايت فتح شو او د سعودي عربستان سره يوځای شو. له هغه وخت راهیسي د دغه ولايت وګړي د توپیر (تبعيض) څخه شکايت کوي. په دغه ولايت کې په ۱۹۹۶ کال کې وضعيت وروسته له هغه نور هم پسي کړکيچن شو چې د ولايت والی میشل بن سعود دشاهي کورنۍ له غړو څخه وټاکل شو.

د نجران وګړي په د

وديزه توګه د يمن سره ټينګي اړیکې لري اوس په دغه ولايت کې ۱,۶ مليون تنه وګړي اوسي. ډيري وګړي شيعه مسلمانان دي چې د اسماعليه ټولني سره اړيکې لري.

په ۲۰۰۰ کال کې په نجران کې څو ځله د اسلامپالو او حکومتي عسکرو ترمنځ نښتي شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *