د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ چاودنې د يوې کورنۍ ۷ ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا دراني کلید ته وویل، دا پېښه نن سهار د دې ولسوالۍ د زنګي اباد په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه، چې ماشومانو د هاوان پر زړې مرمۍ لوبې کولې.

درانی وايي، په دې پېښه کې د يوې کورنۍ درې ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

بايد وويل شي، چې هېواد په ګوټ ګوټ اوس هم پخواني پاته شوي ماینونه او ناچاودي توکي شته، چې ډېركله يې د چاودنې له كبله ملكي خلكو ته مرګ ژوبله اوړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *