لاهور ښار كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې

لاهور ښار كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې د پاکستان په لاهور ښار کې د پوليسو او استخباراتي شبکو عملياتو کې د څلورو وسله والو د وژلو ادعا شوې ده.

پاکستاني رسنيو د پوليسو له قوله ويلي، چې له تېرې شپې تر نن سهاره عملياتو كې دوه وسله وال په ټپي حالت کې نيول شوي هم دي.

د رپوټونو له مخې، دغه عمليات د لاهور شيخپورې پټهان کالونۍ سيمه کې ترسره شوي دي.

ويل كېږي يو شمېر وسله وال په يو کور کې پټ وو، چې د پوليسو په راتګ يې ډزې کړې او د دواړو لوريو تر منځ سخته نښته وشوه.

د نښتې پرمهال يوه ځانمرګي بريدګر خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه هم ورکړې، چې په نتيجه کې يې د يوه پوليس په ګډون نهه تنه ټپيان شوي دي.

د پوليسو په وينا، له وسله والو وسلې، ځانمرګي واسکټونه او نور چاودېدونکي توکي نيول شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *