د نیټې له پوره کیدو سره به د ایران او پنځه + ۱ ډلې ترمنځ خبرې روانې وي

يوه امريکايي چارواکي ويلي: له دي سره چي داټومي پلان په هکله دايران او نړۍ لويو هيوادونو ترمنځ د خبرو نيټه پاي ته رسيدلي خو دا خبري به دوام ولري. يوي هوکړې ته د رسيدو گواښ نیټه يوه اوني وړاندې پاي ته رسيږي او اوس مهال د دوارو خواوو ترمنځ په وينا کي خبري رواني دي.

د ایران اټومي پلان په هکله د دې هیواد او پنځه جمع یو ډلې ترمڼځ د خبرو د ګواښ نیټې په رانږدې کیدو سره، د دواړو خواوو استازو ویلي: چې اوس هم په دې برخه کې ډیری ستونزې شتون لري. د هوکړې نیټه سبا یعنې د جون میاشتې په دیرشمه پای ته رسیږي خو یوه امریکایي چارواکي ویلي چې دا ګواښ نیټه غځول کیږي او خبرې به دوام ولري.

د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف له چارواکیو سره خبرو په موخه تهران ته راګرځیدلې او ویلي یي دې چې سبا ته بیرته ویانا ته لاړ شي.

د اروپایي ټولنې بهرني سیاست مشرې فدریکا موګریني ویلي: یوې تل پاتې هوکړې ته رسیدل شونې دي خو په دي شرط چې دواړه لوري پیاوړې قوي اراده ولري. د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر هم ویلي تر اوسه په لاره کې ډيری خنډونه شتون لري خو د چین بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي په دې خبرو کې ډير پرمختګ شوی تر راتلونکې ورځې یا یوې اونۍ به وروستی پرکیړه هم وشي. ده ویلي: “ټول په دې هیله دي چې خبرې به تر ټاکلې نیټې او یا یوې اونۍ پو رې په ګټوره توګه پای ته ورسیږي چین د یوې حل لارې په رامنځ ته کیدو کې مهم رول لري او زمونږ ډيری وړاندیزونه منل شوي دي.”

د مالوماتو له مخې د بندیزونو لري کولو نیټه د اټومي پلان کمښت او یو شمیر نورې هغه برخې دي چې اختلافاتولامل شوې د ایران او امریکا بهرنیو چارو وزیرانو په په دې ورستیو کې څلور ځلې سره لیدلي له دې سره د ایران بهرنیو چارو زویر تیره ورخ د اروپایي ټولنې له بهرني سیاست مشرې د بریتانیا او آلمان بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *