په افغانستان کې د داعش د فعالیت دیرښت

په افغانستان کي داعش شتون لري او ډيری جنگيالي يي د هيواد په شمال ختيڅو سيمو کي ځای پر ځای شوي

د اجرايي رياست مرستيال (محمد خان) وايي: حکومت د هري هغي ډلې له منځه وړلو ته ژمن دی کوم چي د امنيت پر وړاندې گواښ رامنځ ته کوي. له دي سره دوی ويلي د ټاکنو سمون کميسيون په تړاو اختلافات يواځې د ريس پر ټاکلو پاتي دي.

د محمد خان ننی خبرې ددې ښکارندویي کوي چې حکومت د داعش مسله جدي نیولې او په هیواد کې ددې ډلې د جنګیالیو شمیره مخ په لوړیدو ده. د اجرایي ریاست مرستیال نن په رسمي توګه ومنله چې په افغانستان کې د داعش شتون ریښتینی دی. ده ویلي: دښمن په روان کال کې د خلکو پر وړاندې د او د دولت کمزورتیا به موخه پلانونه تر لاسه لاندې نیولي دي.

له دې سره ده ویلي، حکومت د هرې هغې ډلې له منځه وړلو ته ژمن دی کوم چې د امنیت پر وړاندې ګواښ رامنځ ته کوي

د اجرایي ریاست لومړي مرستیال ویلي: تاجیکستان د هیواد په شمالي سیمو کې د داعش پر وړاندې مبارزې ته چمتوالی ښودلی او افغانستان هم ددې ډلې په هکله مالومات له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره شریکوي او دا د ټولو په ګته ده.

محمد خان د ټاکنو سمون کمیسیون ته هم په نغوتې سره وویل: د حکومت مشرانو د ژمنو له مخې، دې کمیسیون باید د تیرې اونۍ په لړ کې په کار پیل کړی وی خو تر هغې چې دی پوهیږي اوس هم دواړه مشران ددې کمیسیون د ریس پر ټاکلو کې اختلافات لري. محمد خان زیاته کړې دډې کمیسیون جوړښت وروستی کچې ته رسیدلی او په دې برخه کې به ددواړو مشرانو نظر یوشانته په پام کې ونیول شي.

دننۍ ناستې اصلي موضع د ښونکیو د ستونزو څیړنه وه. په دې ناسته کې د ښونکیو د بیوکوری موضع وڅیړل شوه وویل شول چې د ځمکو د ویش لړۍ ناکامه ده او باید ښونکیو او دټولنې نورو وګړیو ته دولتي کورونه ورکړل شي. خو په دې هکله پریکړه د وزیرانو شورا بلې ناستې ته وغځیده

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *