څنګه چې تمه کېده، پاکستان له افغانستان سره په خپلو اړيکو کې بدلون نه دى راوستى او حکومت له مخالفينو سره د سولې خبرې نه دي کړي؛ ځکه چې شرايط يې نه دي برابر شوي.

دغه راز دغه حکومتي چارواکي وايي، چې د داعش ډله په ننګرهار، فراه او هلمند ولايتونو کې شتون لري، خو چې هر ځاى سر پورته کړي، امنيتي ځواکونو به يې له منځه يوسي.

د اجرائيه رياست د وياند مرستيال جاوېد فيصل، نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې افغان حکومت تل له خپلو ګاونډيانو پاکستان او ايران سره د ښو اړيکو د رامنځته کېدو هڅې کړي او له مقابل هم لوري هم د ورته اړيکو د ټينګښت غوښتونکي دي.

هغه وايي: “موږ هم د پاکستان له لوري د ورته اړيکو د ټينګښت غوښتونکي يو، خو له بدمرغه هغه هيلې چې افغان حکومت درلودلې او هغه امېد چې موږ له پاکستان څخه درلود، هغه اړيکې نه دي ټينګې شوي.”

د ده په وينا، د ملي يوالي حکومت له پيله تراوسه له پاکستان سر د ښو اړيکو او اعتماد جوړونې په برخه کې ډېر کار کړی ، خو له بده مرغه چې دغه کار يواځې د افغانستان له لوري شوی دی.

دغه راز په دې ناسته کې د ولسمشر د وياند مرستيال سيد ظفر هاشمي وويل، چې افغان حکومت له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرو اترو په اړه مشخصه پاليسي لري، چې تراوسه له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو زمينه نه ده برابره شوې.

دى وايي: “له مخالفينو سره د سولې د خبرو اترو په اړه د افغان حکومت پاليسي دا ده، چې له مخالفينو سره بايد د افغانستان حکومت خبرې مستقيمې، علني او افغاني وي، خو متاسفانه تر اوسه دغه زمينه نه ده برابره شوې.”

د هغه په خبره، افغان حکومت له وسله والو مخالفينو سره د سولې د خبرو په اړه د هر شخص او يا هر هېواد د هڅو ملاتړ کوي، خو تر اوسه هغه شرايط چې ورته اشاره وشوه، نه دي برابر شوي.

نوموړى زياته کړه، هرکله چې دغه زمينه برابره شي، نو افغان حکومت به له مخالفينو سره مخامخ د سولې خبرې پيل کړي.

هاشمي په افغانستان کې د داعش د شتون په اړه وويل، چې دا مهال په ننګرهار، فراه او هلمند کې د داعش وسله وال ليدل شوي او پر وړاندې يې جدي اقدامات شوي دي.

دى زياتوي: “زموږ ژمنه دا ده، هر څوک چې د افغانانو وينه تويې کړي، هغه زموږ دښمنان دي؛ موږ يې پروړاندې اقدامات کوو او له منځه به يې وړو.”

د ولسمشر مرستيال وياند وايي، تر دې وروسته به د کورنيو او دفاع وزارتو ويندويان هر ورځ د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه معلومات ورکوي.

د ده په وينا، لکه څنګه چې حکومت په پيل کې ژمنه کړې وه، چې د بيان د ازادۍ او له خلکو سره د معلوماتو د شريکولو په برخه کې به هڅې کوي، نو له همدې امله د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو ويندويان هره ورځ تر غرمې وروسته په يوه بجه او د نورو وزارتونو ويندويان به په خپل وار د رسنيو په مرکز کې خبريالانو ته معلومات ورکوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *