ټونس کې د سمندر پر غاړه برید کې “۲۷ کسان وژل شوي”

د ټونس د کورنیو چارو وزارت وايي د دغه هېواد تفریحي ښارګوټي سوسي کې د سیند پر غاړه برید کې لږترلږه ۲۷ کسان، چې ډېری یې بهرنیان دي، وژل شوي.

چارواکي وايي یو وسله وال سړی په ډزو وژل شوی او په بل پسې څار روان دی.

ځايي رسنیو راپور ورکړی چې دوهم بریدګر نیول شوی خو دا خبر تاید شوی نه دی. د لومړي بریدګر د مړي انځور پر ټولنیزو رسنیو خپور شوی دی.

سوسي په ټونس کې د سیلانۍ مشهوره سیمه ده.

ټونس د مارچ میاشت راهیسې چې د دغه هېواد د پلازمېنې په یوه میوزیم کې اورپکو ۲۲ کسان، چې زیاتره یې بهرني سیلانیان وو ووژل، د تیارسۍ په حالت کې دی.

چارواکي وايي برید کې شپږ کسان ټپیان شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *