د سرپل ولايت دري ولسوالي له امنيتي لوي گواښ سره مخ دي
د سرپل ولايت دري ولسوالي له امنيتي لوي گواښ سره مخ دي د سرپل ولايتي شورا غري وايي ددي ولايت په هيڅ يوه ناامنه سيمه کي عمليات گټور نه وو
د سر پل ولايت ولايتي شورا يو شيمر غري وايي په يو شمير سيمو کي د عمليات له تر سره کيدو سره نه يواځې چې د ناامنیو کچه نه ده ټیټه شوې بلکې وسله والو مخالفینو ډيری سیمې تر لاسه کړې دي ددې استازو په وینا د سانچارک ولسوالی لویه برخه او د سزمه قلعی ولسوالی یوه برخه هم د وسله والو مخالفینو له ګواښ سره مخ ده له دی سره دوی زیاته کړې د کوهستاناتو ولسوالی له یوه کال راهیسی د دولت وسله والو مخالفینو له لوری کلابنده ده
د سر پل ولایت ا منیتی مسولینو د ناامنیو لوړې کچې پخلی کړی وایي ددې ولسوالی په ځینو سیمو کې چنیز عملیات روان دي خو له وسله والو مخالفینود ټولو سیمو د پاکوالي په موخه لویو او پراخو عملیاتو ته اړتیا ده او دا عملیات باید له هوایي بریدونو برخمن وي د سرپل امنیې قومندان محمد آصف جبار خیل ویلي کورنیو چارو وزارت ویلي باید هوایي ځواکونه له دې عملیات ملاتړ وکړي