د پاکستان په کراچۍ کې د ګرمی له امله ۵۰ کسان مړه شوي

د اېدهي خيريه ټولنه وايي په تېرو دوو ورځو کې يې له ۳۰ زياتو کسانو مړي روغتونو ته رسولي دی

د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د زياتې ګرمۍ له کبله په تېرو دوو ورځو کې لږ ترلږه ۵۰ کسان وژل شوي دي.

ويل کېږي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کراچۍ کې زياته ګرمي وه او د شبنې پر ورځ د تودخې درجه ۴۴ سانتي ګرېډ ښودل شوې وه.

د کراچۍ ښار د روغتون د بېړني حالت څانګې مشرې ډاکترې سيمي جمالي بي بي سي ته ويلي چې د شنبې او يکشبنې پر ورځ شل کسان روغتون ته راوړل شوي او څلورو يې دلته ساه ورکړه.

د ډاکتر سيمي جمالي په وينا په وژل شويو کسانو کې زياتره بوډاګان او مشران دي.

پاکستان کې د اېدهي خيريه ټولنه وايي په تېرو دوو ورځو کې يې له ۳۰ زياتو کسانو مړي روغتونو ته رسولي دی.

بل خوا د ښار په بېلابېلو برخو کې د برېښنا د نشتوالي له کبله خلک له ستونزو سره مخاخ دي او په دې اړه ګن شمېر کسان لارو کوڅو ته راوتلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *