امریکایي وژنکي ځوان نوي انځورونه خپاره شوي
د امريکا په يوي کليسا کي د وژونکي نوي انځورونه خپاره شوي او په دي انڅورونو کي، دی د امريکا بيرغ سوځوي، همدارنگه په يوه بل انځور کي ده د برده داری پر مهال د امريکا کورني جگري بيرغ په لا کي نيولي دي دي
دا تورن کس په نورو انځورونو کي د کنفدراسيون بيرغ په لاس کي لري چي د امريکا په کورني جگره کي سويلي ايالتونو تري کار اخستي
د امريکا په کورني جگره کي چي له (۱۸۶۱ تا ۱۸۶۵) یی دوام درلود د کنفدراسیون په رامنځ ته کولو سره غوښتل کیدل ترڅو د بردګانو قانون په لغوه کولو سره له امریکا خپلواکي تر لاسه کړي
د کنفدراسیون بیرغ اوس د سپین پوستانو د نژاد پالنې په بیلګه یادیږي چې د کورنۍ جګړې پر مهال یي د سویلي امریکا په هکله بیل نظر درلود
ښاغلی روف چې یو ویشت کلن دی د تورپوستانو په یوه کلیسا کې د نهو کسانو پر وژلو تورن شوی او د تیرې جمعې په ورځ ونیول شو
له دې پیښې وروسته بارک اوباما ویلي د نژاد پرستی بلا اوس هم شتون لري چې باید پر وړاندې یي مبارزه وشي