ملي شورا تر انتخاباتو کار ته دوام ورکوي

ټاکل شوې ولسي جرګې غړي به د شنبې په ورځ د سرطان له لومړۍ وروسته د خپل کار د مشروعیت په باب پخپله هم پریکړه وکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي د اساسي قانون د احکامو، مخکنیو مواردو ته په کتلو او د سترې محکمې د نظریاتو په بنسټ د افغانستان ملي شورا کولای شي خپل کار ته دوام ورکړي.

د افغانستان د اساسي قانون د ۸۳ مادې د غوښتنو له مخې ټاکل شوې ده چې د راروانې دوشنبې په ورځ د افغانستان د ولسي جرګې کار پای ته ورسیږي.

خو لکه څنګه چې د اساسي قانون دا ماده یې وړاندوینه کوي تر اوسه د نوي پارلمان د جوړیدولو لپاره ټاکنې چې په کار وو د سرطان د لومړۍ ورځې یوه یا دوه میاشتې وړاندې ترسره شوې وای، نه دي ترسره شوي.

جمهوري ریاست په یوې اعلامیه کې لیکلي دي چې ” د صریحو احکامو او د اساسي قانون موادو ته په کتو، د ثلاثه قواو د دوامداره فعالیت، د قانون جوړولو د کار د دوام او د سیاسي بنسټونو له لورې د حاکمیت پلي کولو ته په کتلو سره ملي شورا تر راتلونکو ټاکنو پورې خپل کار ته دوام ورکولای شي.

ارگ همداشان لیکي چې “هغو تخنیکي او مالي ستونزو په پاملرنې چې د انتخاباتو ترسره کول یې ځنډولي، د هیواد د انتخاباتي نظام د اصلاح ضرورت ته په پاملرنې او هغو امنیتي گواښونو ته په کتو سره چې د انتخاباتو ترسره کول یې له موانعو سره مخامخ کړي” هیوادوالو ته خبرورکوي چې د اساسي قانون د احکامو، مخکنیو مواردو ته په کتلو او د سترې محکمې د نظریاتو په بنسټ د افغانستان ملي شورا کولای شي خپل کار ته دوام ورکړي.

حکومت تعهد کوي چې د مسؤلو مراجعو له لورې د یوې میاشتې په ترڅ کې د ملي شورا د انتخاباتو د ترسره کیدو نیټه اعلان کړي.

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه ریاست هم وایي تر راتلونکو پارلماني ټاکنو د اوسني پارلمان د کار دوام مشروعیت لري، د پارلمان د کار دوام لپاره کومې اجماع رامنځ ته کولو ته اړتیا نه لیدل کیږي.

د افغانستان د اساسي قانون د ۸۳ مادې د غوښتنو له مخې ټاکل شوې ده چې د راروانې دوشنبې په ورځ د افغانستان د ولسي جرګې کار پای ته ورسیږي.

دغه حالت د اوسني پارلمان د کار دوام ته د مشروعیت د ورکولو په برخه کې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو ترمنځ د نظر اختلاف سبب شوی دی.

ددغه ریاست یو ویاند آصف آشنا امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل چې اجرائیه ریاست دا ګڼي چې د نوي پارلمان تر جوړیدو اوسنی پارلمان مشروعیت لري او په دې برخه کې د اجماع رامنځ ته کیدو ته اړتیا هم نشته دی.

ښاغلي آشنا وویل “زمونږ له نظره د افغانستان پارلمان باید خپل کار ته دوام ورکړي، کومې اجماع رامنځ ته کیدو او مشورو ته اړتیا نه لري ترڅو یو بل څوک راشي د افغانستان پارلمان او د پارلمان د کار دوام ته مشروعیت ورکړي، د افغانستان پارلمان خپل مشروعیت د افغانستان د خلکو له سیاسي ارادې څخه اخلي اصولآ حکومت د دې صلاحیت نه لري چې د افغانستان د پارلمان په هکله کومه ځانکړې پریکړه وکړي”.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *