د یمن په هکله د جینو ناسته نن پیلیږي

د يمن په هکله د جينو ناسته نن د ملگرو ملتونو تر څار لاندي غونډه پيليږي د يمن ستونزو لپاره د يوي حل لاري د را منځ ته کولو په موخه به يو شمير سيمه ايزو او نړيوالو هيوادونو استازي گډون وکړي

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي( اسمعیل شیخ) د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي: د حوثیانو غورځنګ په ګډون د یمن ټولې ښکیلې خواوې به د جنیو په ناسته کې ګډون وکړي او ملګرو ملتونو له دوی څخه غوښتي ترڅو په ښه نیت او د کوم شرط وړاندې کولو پرته په دې غونډه کې ګډون او پر یوه بل اعتبار وکړي.

د خلیج همکاری شورا استازی د خلیج فارس څنډې هیوادونو له استازو څخه رامنځ ته شوې. له دې سربیره په دې ناسته کې د امینت شورا دایمي غړي، شپارس ډله، ترکیې او یو شمیر نورو هم په دې ناسته کې ګدون کړی دی.

د ملګرو ملتونو د طلاعاتو سازمان (احمد فوزي) په جینو کې خبریالانو ته وویل، د یمن ستونزی دواړه رامنځ ته کونکې ډلې په دې غونډه کې ګډون کوي او که چیرې دوی له یوه بل سره له مخامخ خبر و ډډه و کړه نو دا غونډه به د ملګرو ملتونو د استازي له لوري پر مخ بوتلل شي. دوی ویلي: ” هدف دادی چی مخالفین په یوه ځای کې سره راټول کړل شي که چیرې داسې ونشول غونډه به د ملګرو ملتونو د استازي له لوري پر مخ بوتلل شي دوه خونی شتون لری او د ملګر ملتونو استازی به دې دوه خونو ته تګ راتګ کوي ترهغې چې مخامخ خبرو ته لاره هواره شي.”

د جینو ناسته په داسې حال کې په لاره اچول شوې چې له دوه میاشتو او شلو ورځو راهیسې پر یمن د سعودي عربستان بریدونه دوام لري او موخه یي منصور هادي ته د واک بیرته سپارل ده خو عربستان تر اوسه په خپله دې موخه کې پاتې راغلی دی. حوثیانو او ددوی ملاتړو له هوایي بریدونو سره د یمن په ډيریو سیمو کې پرمختګ کړی. تښتیدلی ولسمشر د حوثیانو پر شاتګ ټینګار کوي خو حوثیان بیا وایي چې د منصور هادي حکومت مشروعیت نلري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *