د يمن په جګړه کې د القاعدې تر ۱۰۰ پورې کسان وژل شوي دي

د یمن په سهيل عدن ولايت کې دامنيتي ځواکونو سره په جګړه کې د «القاعدي» ۹۰ تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي. دامطلب د «صبا» ځائي اژانس ورکړی دي. دامنيتي ځواکونو سرچيني چې دغه اژانس ته ئي معلومات په واک کې ورکړي دي دتلفاتو دقيقه شميره نه ده څرګنده کړې.

« داردو سرتيرو، دځائي ډلو په ملاتړ دبير احمد په سيمه کې د «القاعدي» دډلې پرضد بريالي عمليات ترسره کړی دي ،چې په پائيله کې ددغه سازمان ۹۰ تنه وژل شوی او تپيان شوي دي.»دامطلب منبع څرګند کړی دي او زياته ئي کړه چې په سيمه کې يوشمير نور ترهګر هم موجود دي او عمليات به دوام ومومي.

په یمن کې ولسمشر عبد ربه منصور هادي ته وفادار وسله وال ځواکونه له يوې خوا، او د «حوثي» شيعه ډله «انصا رالله» چې يو برخه پوځيان ېي دپخوانې ولسمشر عبدالله صالح ملاتړي دي، ترمنځ جګړه روانه ده. په دې منځ کې «القاعده» هم دهيواد په سهيل کي په فعاله توګه په جګړه کې برخه اخلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *