ولسي جرگي له ټاکلي نيټي وروسته هم ددي خوني په قانونمنتوب ټينگار کړی دی دولسي جرگي غړيو نن وويل: د اساسي قانون له مخي ترڅو چي د پارلماني ټاکنو پايلي نه وي روښانه شوي اوسنی ولسي جرگه خپل کار ته دوام ورکولاي شي له دي سره دوي له حکومت غوښتي ترڅو تر نژدي راتلونکي د پارلماني ټاکنو نیټه اعلان کري

د ولسي جرگي کاري نيېي پاي ته رسيدو ته يوه اوني پاتي ده، خو ددې جرګې غړي د چنګاښ میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته هم د خپلو دندو پر دوام ټینګار کوي. ددې استازو په آند ولسي جرګه انتخاباتي ده او تر هغې به خپلې دندې ته دوام ورکوي ترڅو چې نوېو استازو په خپل کار پیل نه دی کړی.

یو شمیر نورو استازو ددې ستونزې د هواری لپاره د یوه کمیسیون د رامنځ ته کولو وړاندیز کړی دی. خو یو شمیر نورو استازو نن وویل: چې د چنګاښ میاشتې له لومړی نیټې وروسته ددوی د دندی دوام به له قانون سره په ټکر کې وي

استازو له ولسمشر څخه وغوښتل ترڅو تر نږدې راتلونکې د ټاکنو نیټه په ډاګه کړي. له دې سره د پوهنتون یو شمیر استادان او حقوق پوهان وایي د چنګاښ له لومړی نیټې وروسته د ولسي جرګې د دندې پر مخ بیول له قانون سره سمون نلري.

دوی ویلي په ډې برخه کې قانوني تشه شتون لري او بل هیځ یوه بنسټ ته دا واک نه دی ورکړل شوی ترڅو په دې هکله پریکړه وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *