عربي متحده امارات او لویدیځ هیوادونه له دې سره چې پهیږ ظاهري ډول له ترهګری سره په مباره کې بوخت دي خو له ترهګرۍ څخه د ملاتړ هیوادونه شمیرل کي.

عربي متحده امارات پریمن د برید له ملاتړو څخه شمیرل کیږي، له داعش اوالقاعدې څخه هم ملاتړ کوي او له بلې خوا دې ترهګریزو دلو د جیبونو په ډکولو سره په سیمه کې د ناامنیو د رامنځ ته کولو په لټه کې دی.

دا هیواد په ا سلامي او یو شمیر نوروهیوادونو کې د مرکزونو او بندرونو په پیرودلو سره، د خپلو دې ډول ککړو موخو د تر سره کولو لپاره مالي سرچینې رامنځ ته کوي. له دې ډول مرکزونو څخه یوه لویه سرچینه د ما جد الفطیم امارتي هلډینګ شرکت دی.

دې دلې په ۱۱۹۲ د ماجد الفظیم له لوري د سوپر مارکیټونو د پلورولو مدیریت، د سیلاني چوپړتیا د رامنځ ته کولو، هوتل درلودلو، د فراغت خدماتو او سرګرمیو په موخه رامنځ ته او فعالیت یي پیل کړ.

دا مرکز اوس مهال د پلورلو ۱۸ مرکزونه، د هایپر ۵۶ مارکیټونه، ۵۳ سوپر مارکیټونه،۱۱ هوټلونه،۹ سینماګانې، د جامو ۴۵ پلورنځي لري چې تول په منځني ختیځ او افریقایي هیوادونو کې فعالیت کوي. خو د پام وړ ټکی، ددې ډلې د یوه اصلي غړي شراکت، یعنې د فرانسې کارفور له شرکت سره د مجید الفطیم شراکت دی. مجید الفطیم د یوه خصوصي کورني شرکت مالک دی چې په دوبی کې شتون لري او دا شرکت د پانګونې له یوه شرکت لخوا، په منځنۍ ختیځ کې د فرانسې کارفور شرکت ټولو پلورنځیو مدیریت پر غاړه لري. له دې سره چې کار فور شرکت یو شرکت دی چې په امارتي یا فرانسوي نوم فعالیت لري خو ترلاسه شوي مالومات ددې ښکارندویي کوي چې دا یو صهیونیستي شرکت دی.

د کار فور زنځیره یي پلورنځۍ په نړۍ کې د اسرایلي توکیو د ویشلو یو لوی شرکت ګڼل کیږي او په فرانسه کې یي تل اصلي شعب د مسلمانانو او د اسرایلي رژیم مخالفینو عیسویانو له نیوکې او غبرګون سره مخ شوی دی. د غزې په جګړ کې مسلمانانو او د اسرایلي رژیم عیسوي مخالفینو په کراتو په دې ډول پلورنځیو کې ددوی پر خلاف شعارونه ورکړي دي او دې شعارونو په عامه ذهنونو کې د اسرایلي توکیو د تحریم له برخې سره تر ډيره مرسته وکړه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *