پاکستان ‘سیو ده چیلډرېن’ ته د وتلو امر کړی
پاکستان ‘سیو ده چیلډرېن’ ته د وتلو امر کړی
یو پاکستانی امنیتي چارواکی ټوله شپه د موسسې مخې ته ولاړ و
پاکستان د ‘ماشومانو د خوندیتابه ادارې’ (سېو ده چېلډرېن) دفترونه تړلي او دغې نا دولتي مؤسسې ته یې له هېواده د وتلو امر کړی دی.
پاکستان پر دغې ټولنې د ‘پاکستان ضد’ فعالیتونو تور لګولی.
پولیسو پلازمېنه اسلام اباد کې ددغې ټولنې دفترونه تړلي او کارکوونکو ته یې له هېواده د وتلو لپاره ۱۵ ورځې وخت ورکړی دی.
Save the Children مؤسسې د پاکستان پر دغه عمل ‘ټینګه نیوکه’ کړې ده.
وړاندې هم پاکستان دغه خیریه ټولنه د جعلي واکسین جوړولو په پروګرام تورنه کړې وه، چې په وینا یې په اصل کې یې د سي آی اې لپاره کار کاوه، چې د القاعدې شبکې مخکینی مشر اسامه بن لادن ومومي.
خو دغې مؤسسې تل دا رد کړې ده، چې ګني د سي آی اې په ګټه یې فعالیت کړی او دا هم نه مني چې ګني پاکستانی ډاکټر شکیل افریدي دې د واکسین جعلي پروګرام عملي کړی وي.
پاکستان کې د ‘ماشومانو د خوندیتابه اداره’ پر دغې ټولنې د تور لګېدو راهیسې بهرني کارکوونکي نه لري.
دغه ټولنه وايي، دا مهال ۱۲۰۰ پاکستاني کارکوونکي لري، چې د روغتیا، تعلیم او خوړو برخه کې کار کوي.
‘سېو ده چېلډرېن’ په ګرده نړۍ کې فعالیت لري او پاکستان کې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې فعاله ده.
پاکستاني حکومت تر اوسه د خپل دغه هوډ لپاره په رسمي توګه کومې څرګندونې نه دي کړې.