دعراق حکومتي ځواکونه، دپوليسو په ملاتړ د (بيجي) ښار د «داعش» د وسله والو له ولکې څخه ازاد کړیدي.

امنيتي ځواکونه، د ښار اداري واحدونه ، د ښار مرکزي جومات، او د خلګو داوسيدو ټولې سيمي نيولي دي. په دغو سيمو کې د تيلو د توليد لوی مرکزونه شتون لري. عراقي مقاماتو تر اوسه پورې دغه خبرونه لانه دی تائيد کړي.

بيجۍ، لکه د عراق نور ښارونه يو کال مخکې د وسله والو کسانو تر ولکې لاندې راغله. د ۱۲ مياشتو په اوږدو کې عراقي چارواکو هڅه وکړه چې دغه ښار بيرته ونيسي، خوترهګر له دغه ښاره په شا نه شول.

دبيجۍ په ښار کې د تيلي تاسيساتو تر ټولو لويه فابريکه موجوده ده. ددغې فابريکې دتيلو داستخراج اعظمي حد په ۲۴ ساعتونو کې ۳۱۰ زره بيرل تيل دي. او که زيات کار وکړي د هيواد دننه ۴۰ فيصد اړتيا پوره کوي.

بیجۍ ښار موصل ته ستراتيژيکې اهميت لري. که چيري دښار په ازادولو کې عمليات په بري پای ته ورسيږي. نو دابه په راتلونکې کې نينوا ته دتعرضي عملياتو دپاره لار پرانيزي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *