داعش د مي په میاشت کې په سعودي کې په جوماتونو د دوو ځانمرګو بریدونو مسولیت ومنی داعش د مي په میاشت کې په سعودي کې په جوماتونو د دوو ځانمرګو بریدونو مسولیت منلی

د اسلامي دولت ډله یا داعش، په عراق او سوریې کې د جګړو سربیره، اوس غواړي په سعودي عربستان کې هم یوه جبهه پرانیزي.

خو دغه کار به داعش ته دومره آسانه نه وي دا ځکه چې سعودي عربستان چارواکي سنیان دي او د عراق، سوریه او یا هم لیبیا خلاف، سعودي یو ناکامه دولت نه دی.

خو، د تروریزم په ضد د مبارزې لپاره چارواکي، پخواني ډیپلوماتان او کارپوهان فکر کوي چې د اسلامي دولت د ډلې لخوا سعودي عربستان ته ګواښ باید له نظر و نه غورځول شي.

د عراق لپاره د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر امریکا غږ ته د سکایپ له لارې وویل چې د داعش «جاطلبي د رمادي تر ښاره نه محدوده کیږي.»

ښاغلي کراکر زیاته کړه چې «څه چې دوی یې په حقیقت کې غواړي هغه دا دي چې په سعودي عربستان کې نفوذ وکړي او د مکې او مدینې مقدس ښارونه ونیسي او د خپل خلافت مرکز یې وګرځوي.»

څو اونۍ وړاندې، د اسلامي دولت ډلې د عربستان په ختیځ کې د شیعه ګانو په جوماتونو د دوو ځانمرګو بریدونو مسولیت په غاړه واخیست. په دغو بریدونو کې تر ۲۰ ډیر کسان ووژل شول.

د اسلامي دولت ډلې په یو ثبت شوی بیان کې د نورو بریدونو د کولو خبرداری هم ورکړ. د تروریزم خلاف د مبارزې امریکايي چارواکو ویلي دي چې دغسې ګواښونه د اسلامي دولت د تبلیغاتو سره سر خوري چې هدف یې د سعودي د چارواکو او غربیانو خلاف تشدد راوپاروي.

د تروریزم په ضد د مبارزي یوه چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط، امریکا غږ ته وویل چې داعش «په ښکاره هڅه کوي چې د سعودي دننه خپلې ډلې ولري چې دغه د دوی د ستراتیژۍ برخه ده.»

دا چې آیا داعش د دې امکانات لري چې دغه کار وکړي پوښتنې شته. زیاتره رپوټونه وايي چې داعش په عربستان کې کم کسان لري.

د سعودي چارواکو هم د داعش په خواخوږو کسانو فشار راوستی دی. د مي په میاشت کې، د سعودي عربستان چارواکو ۹۳ مشکوک کسان ونیول، چې ۶۵ یې د سعودي اتباع وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *