داعش د عراق په موصل ښار کي له خلکو سره په ډيرې بيرحمي چلند کوي

دي ډلې چي تير کال د عراق دوهم لوی ښارتر لاسه کړ پکي خپل قانون او تگلاري پلي کوي او سرغړونکو ته تر تولو سختي سزا وي ورکوي

موصل چي د عراق دوهم لوی ښار دی او تیر کال د داعش له لوري ونیول شو. ددې ښار ډيری اوسیدونکي له دې ښاره وتلي خو هغه کسان چې په تیښته نه دي بریالي شوي د داعش وسله والو له سختو ربڼونو او ځورونو سره مخ دي. د یوه خپاره شوي ریپوټ له مخې، د داعش وسله وال خپل قوانین پلي کوي او له سرغړونکو سره ډیر بد چلند کوي. دوی زیارتونه او جوماتونه ړنګ کړي، ښونځي او پوهنتونو نه یي تړلي او خلک د داعش تر واکمنۍ لاندې د ویرې په سیوري کې ژوند کوي.

ددې ریپوټ له مخې په دې ښار کې اقتصادي فعالیت شتون نلري خلک وزګاره دي او د ژوندانه لومړنیو توکو له سخت کمښت سره مخ دي. له دې سره ښځې هم له ډيریو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او ډيری میرمنې ددې لپاره د داعش تر قمچینې لاندې راځي ځکه چې ددوی حجاب د داعش له غوښتنو سره سمون نلري. په دې ښار کې ډيری نور مذهبې لږکي چې شتون لري د داعش وسله والو تر سخت فشار لاندې دي. د موصل ښار اوسیدونکي وایي په تیر یوه کال کې د اعدام، سنګسار او دورو وهلو شاهدان پاتې شوي او ددې پیښو پر مهال ډيری کسان د خپلو کورونو په بامونو وي. له دې سره په دې ښار کې د داعش وسله وال د دولتي ځواکونو سره د مبارزې لپاره چمتو کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *