د پنجوايي د ۱۶ افغانانو قاتل وايي، په جنګ کې استعمال شو

دغه تحریري پيغام په اتو مخونو کې لیکل شوی، چې د جواینټ بیز په نامه د یوې امریکايي ورځپاڼې لاسته ورغلی، په کې لیکل شوي، چې رابرټ بیلز د خپل عمري قید د راکمولو غوښتنه کړې ده.

د کندهار د پنجوايي پېښې قاتل امریکايي پوځي رابرټ بیلز ویلی د عراق او افغانستان په جګړو کې د ګډون پر وخت یې انساني خواخوږي بایللې وه.

په ۲۰۱۲ کال کې د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ په دوو کلیو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ عام وګړي، هغه مهال د رابرت بیلز د ډزو ښکار شول، چې په خپلو کورونو کې ویده وو. له دې شمېرې څخه ۱۶ تنه یې ووژل شول.

رابرټ بیلز په خپله هم منلې وه، چې د هغه کال په مارچ کې یوه ورځ سهار وختي له خپلې اډې ووت او په دوو کلیو کې یې کورپه کور پر خلکو ډزې کړي وې.

دغه تحریري پيغام په اتو مخونو کې لیکل شوی، چې د جواینټ بیز په نامه د یوې امریکايي ورځپاڼې لاسته ورغلی، په کې لیکل شوي، چې رابرټ بیلز د خپل عمري قید د راکمولو غوښتنه کړې ده.

   امریکايي پوځي بیلز دا هم ویلي، هغه څه چې د ده د بیانونو په توګه اخیستل شوي، د ده خپل نه دي او د دوو کلونو زندان په تېرولو سره په دې پوه شوی، چې د بې ګناه وګړیو وژل انسان څومره په تکلیفوي.

رابرټ بیلز په دغه لیک کې له یو ستر رازه پرده پورته کوي، هغه د لیک یوه برخه کې لیکلي، چې هغه په جنګ کې استعمال شوی دی او له لسو کالو راهیسې یې په ذهن کې د جنګ او نفرت زړي کرل شوي وو.

امریکايي پوځي بیلز دا هم ویلي، هغه څه چې د ده د بیانونو په توګه اخیستل شوي، د ده خپل نه دي او د دوو کلونو زندان په تېرولو سره په دې پوه شوی، چې د بې ګناه وګړیو وژل انسان څومره په تکلیفوي.

د رابرټ بیلز دغې پیښې دومره قهرجن اعتراضونه راپورته کړل، چې امریکا هغه مهال په موقتي ډول خپل پوځي عملیات ودرول. تر هغې پيښې درې اونۍ وروسته امریکایې پلټونکي د تحقیقاتو لپاره د پیښې سیمي ته ورسیدل.

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ١۶عامو وګړو پر قاتل بیلز باندې په رسمي توګه د يادې پېښې تور پورې شو.

پر رابرټ بېلز ياد تورونه د امريکا د پوځ (يو. سي. اېم. جي) يا د نظامي محکمې د يونيفورم د مادې پر اساس لګول شوي وو.

بیلز چې په اصل کې د امریکا د اوهایو ایالت او د دوو ماشومانو پلار دی، په خپل جرم له دې کبله اعتراف کړی، چې د اعدام له سزا وساتل شي.

د کندهار د پنجوایي اوسېدونکي او په ځانګړې توګه د هغو وژل شویو کسانو کورنۍ ویلي وو، چې دغه سرتېری باید اعدام شوی وی

د کندهار د پنجوایي اوسېدونکي او په ځانګړې توګه د هغو وژل شویو کسانو کورنۍ ویلي وو، چې دغه سرتېری باید اعدام شوی وی.

امریکایي پوځیانو د کندهار د پنجوایي اوسېدونکي د شاهدۍ لپاره امریکا ته بیولي وو او له محکمې وروسته شاهدانو وویل، چې د عمري بند سزا کافي نه ده، دی باید اعدام شوی وی.

هغه څو ځلي محاکمه شو او بلاخره په واشنګټن کې د یوې محکمې له خوا د بخښلو یا تخفیف د نه اخستلو په شرط په عمري بند محکوم شو.

رابرټ بېلز به واشنګټن ته نږدې د ليويس په نوم په يوه پوځي مرکز کې محاکمه شوی دی، خو هغه اوس مهال د امريکا د کنساس ښار په يوه پوځي مرکز کې دى.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *