خلور سوه تاجکان له داعش سره يوځای شوي دي

د تاجکستان لوي څارنوال ويلي: دا کسان چي په سوريه او عراق کي له داعش سره يوځاي شوي عمرونه يي له اتلسو تر پنځه ديرشو کلونو رسيږي

له دې سره دې تاجکستاني چارواکي ویلي: نږدې څلویښت تنه تاجکستانیان له خپلو کورنیو سره سوریې او عر اق ته تللي دي او تر اوسه له دوی څخه شپیته کسان د سوریې او عراق دولتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د غبرګولي په نهمه نیټه امریکایي چارواکو ویلي چې د تاجکستان د ځانګړ ځواکونو یو قومندان له داعش سره یوځای شوی دی

امریکایي چارواکیو ویلي: حلیمف د دوه زره دریم او دوه زره څوارلسم کلونو ترمنځ د ترهګری پر وړاندې د مبارزې په روزنو کې ګډون کړی وو او د ځانګړو پولیسو له غړیو څخه شمیرل کیږي.

د امنیت شورا په دوه زره ځوارلسم کال کې په یوه ریپوټ کې ویلي: پنځه لس زره بهرني وګړي په سوریه او عراق کې له داعش سره یوځای شوي دي.

ډيری اروپایان له داعش سره ددې قارې د غړیو د یو ځای کیدو په هکله اندیښمند دي دوی ویلي ددې کسانو بیرته راتګ به د اروپا امنیت له ګډ وډی سره مخ کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *