د سعودی عربستان پوځ یمن پولو سره خپل ځواکونه پیاوړی کوي
د سعودی عربستان پوځ یمن پولو سره خپل ځواکونه پیاوړی کوي
د یمن پولو سره نژدی د سعودی عربستان د وسله وال پوځ سرحدی قطعات په نوو ځواکونو سمبالیږی. په سلګونو نوی ټانکونه، د توپچی وسلی او په همدی ډول په زرګونو تنه افسران او سرتیری چی دغه تخنیک کاروی، سرحدی سیمی ته استول کیږی.
ایتلافی هوایی ځواکونو د یکشنبی په ورځ د حوثیانو په مورچلونو خپلو بمباریو ته دوام ورکړ.
د دغو هوایی بمباریو په پایله کی ملکی وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتی ده، د یمن په پلازمینه په صنعا کی، د یو هوایی برید له کبله ۴۴ تنه وژل شوی او د سلو تنو په شا او خوا کی چی ښځی او ماشو مان هم په کی شامل دی، ټپیان شوی دی. د دغو هوایی بمباریو په پایله کی د یمن په پلازمینه کی د پام وړ شمیر کورونه ویجاړ شوی او ډیر نور زیانمن شوی دی