د داعش وسله واله ډله د هيواد مالي سرچينو د تر لاسه کولو په هڅه کي ده.
د حقوقي څانگې نشتون، په قوانينو او مديريت کې نيمگړتيا د کانونو راسپړولو په لاره کې له اصلي ستونزو څخه شميرل کيږي
د کانونو وزير چي نن ولسي جرگي ته ورغوښتل شوی وو وويل د داعش وسله واله ډله د هيواد مالي سرچينو د تر لاسه کولو په هڅه کي ده.
د کانونو وزیر(داوود شاه صبا) نن د دوهم ځل لپاره ولسي جرګې ته د خلکو ا ستازو پوښتنو ته د ځواب ویلو په موخه ورغوښتل شوی وو او استازو له دوی څخه د مس عینک او د حاجه ګک کان د راسپړلو په هکله پوشتنې وکړې. تیره اونۍ د ولسي جرګې غړیو ویلي وو: د کانونو له وزیر څخه د پوښتنې غونډه اوږده شوې او باید ښاغلی صبا د دوشنبه په ورځ یو ځل بیا ولسي جرګې ته راشي.
د کانونو وزیر وویل: د کانونو په راسپړلو کې فساد او ستونزې شتون لري او قیمتي ډبرې له هیواده بهر قاچاق کیږي.
د کانونو وزیر په دې وزارت کې د ظرفیت پر نشتون نیوکه وکړه وویل: ظرفیت جوړونه نه ده شوې او نن حتی دا وزارت د کا نونو د را سپړلو پلان نشي رامنځ ته کولی. دوی ویلي که چیرې حالات په همدي ډول روان وي د هیواد کانونه به له لاسه ووځي.
ښاغلي صبا وویل: په دې وزارت کې ېې د ستونزو د هواری لپآره ځینې پلانونه تر لاسه لاندې نیولي خو ددې پلانونو پلي کول وخت ته اړتیا لري. دوی د هیواد په بیلا بیلو برخو کې ناامنی له نورو ستونزو څخه ښودلې ویلی ي دي، کارکونکي یي د کانونو څیړنې لپاره ولایاتو ته نشي تللی.
همدارنګه دوی ویلي داعش وسله واله ډله هڅه کوي ترڅو د هیواد مالي سرچینې تر لاسه کړي او د هیواد په کانونو کې د حساب ورکونې لړۍ باید رڼه شي. د ښاغلي صبا په وینا د مس عینک له تړونه پنځه کاله تیریږي خو چینایي شرکت تر اوسه په دې برخه کې هیڅ ډول کار نه دی کړی دوی د حاجه ګک کان په هکله هم ویلي: دډې کان تړون تر اوسه لاسلیک شوی نه دی خو که چیرې هندي شرکت په خپلو لومړنیو ژمنو ولاړ وي دوی به یو ځل بیا خبرې پیل کړي