افغانستان په برما کي د بيگناه مسلمانانو وژل او ددوي پر وړاندې تاوتريخوالی ه کله غندي
افغانستان په برما کي د بيگناه مسلمانانو وژل او ددوي پر وړاندې تاوتريخوالی په کله غندي
بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپري شوي خبر پانه کي ويل شوي د افغانستان اسلامي جمهوريت د ښخو، ماشومانو او ډير عمر لرونکو ملکي کسانو زور زياتی يو غير انساني او د بشر حقونو پر ضد گام بولي
بهرنيو چارو و زارت د برما مسلمانانو د وژلو په غبرگون ويلي: د افغانستان اسلامي جمهوريت د قربانيانو او له هغه کورنيو سره په وير او درد کي څان شريک بولي کوم چي د زور زياتي او تيريو له امله د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي
افغان حکومت له ملگرو ملتونو، د بشر له حقونو او يو شمير هيوادونو څخه غوښتي ترڅو دبشر ضد دې جنایت پای ته رسیدو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او هغه کسانو ته د قانون له مخې سزا ورکړي کوم چې په دې ځانوري کړنو کې لاس لري.
بودیایي بنسټپاله له څو کلونو راهیسې د میانمار یا برمان پر مسلمانانو ظلم کوي، ددوی مالونه وړي کورونه یي سوځوي چې له امله یي په لسګونه زره کورنۍ د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.
له دریو کلونو راهیسې په برما کې د مسلمانانو وژنې او پر دوی تیري د نړیوالې ټولنې، د بشر حقونو او نور اړوندو ادارو له مخې سره دوام لري خو ددې ځناوري کړنې پر وړاندې چې د قربانیانو شمیره یي زرګونه کسانو ته رسیږي هیڅ ډول غبرګون نه دی ښودل شوی
له دریو کلونو راهیسې مسلمان میانماران د بنسټپالو بودایانو له لوري وژل کیږي او تر اوسه ددوی لس زره کورنه ویجاړ او سوځول شوي دي
روهنګیایي مسلمانان اوس په پنډغالیو کې ژوند کوي او د پولیسو تر څار لاندې دي دوی ته د سفر اجازه نه ورکول کیږي او له لنډو سفرونو هم بې برخې دي.