له ۶۰۰ ډیرو ځوانانو د دې لپاره دا ټولنه جوړه کړې چې نور سګريټ څکولو ته ”نه” وویل شي

د روغتیا نړیوال سازمان له ټولو هېوادونو غوښتي چې د سګرېټو ناقانونه سوداګري ودروي.

افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د سګرېټو بیې پکې په پرتلیز ډول ټیټې دي.

سره له دې چې افغان حکومت د تنباکو پر وارداتو ۵۰ سلنه مالیه لوړه کړې او په سرپټو ځایونو کې یې پر څکولو بندیز لګولی دی.

د دغه هېواد د روغتیا وزارت د شمېرو له مخه څه باندې ۳۶ سلنه نارینه او ښځې سګرېټ کاروي او ۱۶ سلنه ماشومان هم پرې اخته دي، چې په ټوله کې ۵۸ سلنه افغانان د تنباکو د لوګي له زیان سره مخامخ دي.

له سګرېټو سره د مبارزې په برخه کې په پلازمینې کابل کې سګرېټو ته د ”نه” ویلو ټولنه جوړه شوې او سمبالوونکي يې وايي غواړي لمن يې درست افغانستان ته وغځوي.

دغه ټولنه چې د افغانستان د سینمایي لوبغاړو ټولنې په نوښت جوړه شوې په پام کې لري د لنډو فلمونو، سندرو شعرونو او نورو بیلابیلو لارو خلک وهڅوي سګرېټ و نه څکوي او د مخنیوي لپاره يي لاس په کار شي.

د ټولنې په کړنلاره کې د سګريټو روغتیایي او اقتصادي زیانونه په سمه توګه روښانه شوي دي

کابل، هغه ښار چې ګام په ګام په کې د سګريټ پلورلو هټۍ لیدلی شو.

له ۶۰۰ ډیرو ځوانانو د دې لپاره دا ټولنه جوړه کړې چې نور سګريټ څکولو ته ”نه” وویل شي. د دغې ټولنې يو سمبالونکی وايي د مبارزې ملګري يې ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي.

دی وايي: ”هغوی چې د دغې ټولنې غړیتوب ترلاسه کوي لکه د نوي واکمن لومړۍ شیبې په قسم پیلوي او ژمن وي چې تر عمره به يي شونډې په سګريټ ونه لګېږي”.

دا خوځښت د سینمایي لوبغاړو د ټولنې په نوښت پیل شوی. پوښتنه دا ده چې ولې د داسې يوې ټولنې د جوړېدو تکل وشو؟

د دغې ټولنې او د سینما د اتحادیې مشر جوانشیر حیدري

   موږ له شاعرانو غواړو چې په مخدره توکو شعرونه جوړ کړي چې سندرغاړي یې سندرې کړي. وروسته له دې بیا موږ غواړو دا خبره له ملګرو ملتونو او له نورو هیوادونو سره هم شریکه کړو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *