په هندوستان کې د ګرمۍ له امله د مړينې شمېره ۱۸۰۰ ته لوړه شوې ده

د مهاراشتر ایالت چارواکیو ویلي، چې په دغه ایالت کې د اوبو د اړتیا په لیدلو سره، د ټانکرونو په واسطه ۴۰۰۰ کلیو ته اوبه وړل شوي دي.

د هندوستان د ډېرو ایالتونو په کلیو کې د اوبو د کمښت او د ګرمې هوا د څپو د زیاتوالي له امله ۱۸۲۶ تنه وژل شوي دي.

د هندوستان د هوا پېژندنې ادارې چارواکي د ګرمۍ څپې خورا ‘شدیدي’ ګڼي او وايي، چې دغه ګرمي به په راتلونکیو څو ورځو کې د هندوستان د ناډو نه نیولې تر هیماچل پردېش سیمو پورې وغځېږي.

په هندوستان کې زیاتره وګړي د اوبو د کمښت له امله وژل شول شوي دي، د سرچینو د معلوماتو له مخې یواځې د جمعې په شپه په تیلنګانا او اندهرا پردېش کې ۱۰۰ وګړي وژل شوي. اوسمهال په دغو سیمو کې د حرارت درجه ۴۳ سانتي ګریډ ده.

د مهاراشتر ایالت چارواکیو ویلي، چې په دغه ایالت کې د اوبو د اړتیا په لیدلو سره، د ټانکرونو په واسطه ۴۰۰۰ کلیو ته اوبه وړل شوي دي.

سره دې چې هوا ډېره ګرمه ده، خو بیا هم غریب او بې وسه وګړي اړ دي، چې د ورځ مزدورۍ له امله کار وکړي.

د هندوستان د هوا پېژندنې ادارې تېره اونۍ ویلي وو، چې د حرارت په درجه کې ټیټیوالی نه لیدل کېږي، خو اټکل کېږي، چې په ۲ د جون باندې بارانونه پیلیږي او د موسم د بېرته ښه کېدلو امکانات شته دی.

د هندوستان په اندرا پرديش ایالت د می له ۱۸ نېټې نه تر د می تر ۲۸مې نېټې پورې ۹۰۰ وګړي وژل شوي وو.

په ګاونډي ایالت تیلنګانا کې د ۴۸ سانتي ګرید حرارت درجې له امله ۲۰۰ تنه وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هندوستان کې هرکال د ګرمۍ په سخت موسم کې غریب وګړي د ګرمۍ د سختو څپو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *