په ترافيکي پېښه کې ديارلس مصري عسکر وژل شوي

د مصر پلازمېنې قاهرې سويل بني سويف ولايت کې د مصري پوځيانو بس د ټکر له امله ديارلس مصري عسکر او درې ولسي وګړي وژل شوي دي.

د مصر امنيتي چارواکي وايي، چې په دغه پېښه کې دريالس تنه نور ټپيان شوي دي.

له قاهرې خپرېدونکې الاهرام ورځپاڼې په ټويټر پيغام کې راغلي، چې د عسکرو بس د بني سويف ولايت شوشا کلي کې يوې لارې سره ټکر شو، چې له امله يې ديارلس عسکر او درې ولسي وګړي وژل شوي او ديارلس نور ټپيان دي.

ويل کيږي، چې پېښه تېره شپه ناوخته د موټر د زيات رفتار له امله رامنځته شوې ده.

د څارونکو په وينا مصر کې ترافيکي پېښې د نړۍ په پرتله ډېرې زياتې پېښيږي او لامل يې هم د موټر چلوونکو نه احتياط او تېز رفتار ښودل شوی دی.

قاهره کې طبعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، چې ۲۰۱۱ز کال راهيسې مصر کې ۷۱۱۵ ترافيکي پېښې شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *